ننګرهار ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر 

mail-admin
Sun, Jan 29 2023 2:56 PM
ننګرهار ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر 

۹ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د یو پلاوي په مشرۍ، د قراردادونو ارزونې، د غصب مخنیوی، د پورونو بېرته اخیستل او د ننګرهار کانال د نویو عایداتي سرچینو د تشخیص په پار ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او ددې ادارې له یوشمېر کارکوونکو سره په کتنه کې د ننګرهار کانال د هېواد په کچه د غوره کرنیز سیسټم بېلګه وبلله او ننګرهار کانال د ښه والي او آبادۍ په هکله دکرنې وزارت د رهبرۍ پر پرېکړې خبرې وکړې: «د ننګرهار کانال یوه غوره زراعتي بېلګه ده، چې دکرنې وزارت ورباندې کار کوي او د قوشتېپې کانال، کمال خان بند او سلما بند په شاوخوا کې هم ورته کرنیزه بېلګه پلي کوي، ځکه د ننګرهار کانال یوکرنیز بنسټ دی، چې افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې کوي، په همدې موخه دکرنې وزارت غواړي، چې د ننګرهار کانال پیاوړي کړي او د هېواد په نورو کانالونو او بندونو کې هم دې ته ورته سیسټم پلي کړي.»
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال دغه راز د ننګرهار کانال ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ او دکرنې وزارت د کرنې په برخه کې کار کولو ته ژمن دي، ځکه د افغانستان د اقتصاد ډېره برخه په کرنه ولاړه ده، او د افغانستان ډېری وګړې هم په همدې برخه کې په کار بوخت دي او د ا.ا.ا رهبرۍ هم د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا ته ژمن دی، په همدې موخه کرنې ته ځانګړې پاملرنه لري.
دا پلاوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د حکم پر اساس ددې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د ننګرها کانال د قرادادونو ارزونې، د ننګرهار کانال سیمې د ځمکو تثبیت او ددې کانال د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو او دغه راز د نورو ځمکو دغصب مخنیوی، د ننګرهار کانال د پورونو بېرته اخیستنې، چې د مختلفو دلیلونو پر بنسټ تر دې دمه پر پوروړو پاتې دي او د ننګرهار کانال په ساحه کې د نویو عایداتي سرچینو تشخیص په پار ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت ننگرهار 
۹ دلو ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در رائس یک هیئت به منظور بررسی قراردادها، جلوگیری از غصب، باز پس گیری قرضه‌ها و تشخیص سرچشمه‌های جدید عایداتی کانال ننگرهار به ولایت ننگرهار سفر کرد.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری در جریان دیدار با مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار و شماری از کارمندان آن اداره کانال ننگرهار را یک نمونه خوب زراعتی در سطح کشور یاد کرده و از تصمیم رهبری وزارت زراعت مبنی بر آبادی و بهتر سازی کانال ننگرهار سخن زد" کانال ننگرهار یک نمونه خوب زراعتی است که وزارت زراعت بالای آن کار می کند و به امتداد آن در اطراف کانال قوشتیپه، بند کمال خان و بند سلما نیز چنین نمونه زراعتی را تطبیق نماید چون کانال ننگرهار یک بیناد زراعتی است که افغانستان را به طرف خود کفایی سوق می‌دهد به این دلیل وزارت زراعت می‌خواهد که کانال ننگرهار را تقویه کرده و این سیستم را در سایر کانال‌ها و بندها نیز تطبیق نماید".
معین مالی و اداری همچنان به تمام کارمندان کانال ننگرهار اطمینان داد که وزارت زراعت و رهبری امارت اسلامی افغانستان متعهد به کار در بخش ‌زراعت می‌باشد چون بیشتر اقتصاد افغانستان به اساس زراعت به پیش می‌رود  و مردم افغانستان مصروف این بخش‌باشد و رهبری ا.ا.ا نیز متعهد است که اقتصاد کشور را تقویه کند و به همین اساس توجه خاصی به زراعت دارد.
این هیئت مطابق به حکم مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری این وزارت  به هدف بررسی قراردادهای کانال ننگرهار، تثبیت زمین‌های ساحه کانال ننگرهار و بازپس گیری زمین‌های غصب شده آن و همینگونه جلوگیری از غصب بیشتر، بازپس گیری قرضه‌های کانال ننگرهار که به دلایل مختلف تا حالا بالای مقروضین باقی مانده و تشخیص سرچشمه‌های جدید عایداتی در ساحه کانال ننگرهار به منظور رشد در عایدات به ولایت ننگر هار سفر کرده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS