خوست کې د حیواني درمل پلورونکو څارنه و شوه
۹ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د حیواني درمل پلورونکو څارنه او کنټرول په موخه پلاوی ټاکل شوې وه، چې د یاد پلاوي له خوا د حیواني درمل پلورونکو هټیو څخه څارنه او کنټرول تر سره شوه.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وویل:« د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر ډاکټر روښان د خپل کاری ټیم سره یو ځاي د یو شمېر حیوانې درمل پلورنځیو څخه څارنه وکړه.»
د خوست دکرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکټر روښان درمل پلورنځیو مالکینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې مالدارانو ته د ښه خدماتو عرضه کولو برخه کې باید د درملو کیفیت ته پوره پاملرنه وشي او بې کیفیته درمل باید استعمال نشي.
د خوست دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د غوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابره کړي.
