د ننګرهار دکرنې ریاس: د سرخرود او چپرهار ولسوالیو په مربوطاتو کې 6509 جریبه اماراتي ځمکه تثبیت شوه 

mail-admin
Sun, Jan 29 2023 9:43 AM
د ننګرهار دکرنې ریاس: د سرخرود او چپرهار ولسوالیو په مربوطاتو کې 6509 جریبه اماراتي ځمکه تثبیت شوه 

ننګرهار کې د امارتي ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي، چې په کې د ننګرهار د عدلیې رییس، د څارنوالی رییس ، حج اوقافو رییس، کار او ټولنیزو چارو رییس، ښارجوړونې رییس، د ښاروالۍ مرستیال، د ننګرهار مستوفي، د امنیه قومندانۍ مرستیال، د کدستر امر، د قضایای امارت امر د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ د سرخرود ولسوالۍ اړوند چې د سیاف فامیلۍ په نوم یادېږي او په زیاته اندازه ودانۍ پکې جوړي شوي او هیڅ قسم قانونې او شرعي اسناد یې نه درلودل 2861 جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړه. 
ورته مهال د پورته تثبیت شوي سیمې ته څېرمه د حاجي ګل میران لخوا په سباوون نامه شخص باندې تقریباً 3648 جریبه خرڅه شوي ځمکه چې د سباوون لخوا پکې ښارګوټی جوړه شوې ده، د تخنیکې هیت لخوا اماراتي تثبیت شوو.
د تخنیکې پلاوی غړو لخوا یو شمېر اوسیدونکو ته خبردارۍ هم ورکړل شو، چې د ځمکو پېر او پلور بند کړي او همدارنګه هیڅوک نشي کولای چې نوی ودانۍ جوړی او یا ساختمانې چاري مخ ته یوسي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS