ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Wed, Jan 25 2023 2:57 PM
ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت د اچین او غني خېل ولسوالیو کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د درو پروژو د رغولو چارې بشپړ او د جلا جلا غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د یادو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو، د «DRC» مؤسسې چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د اچین او غني خېل ولسوالیو کې د ۱۰.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو د درو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې په دغو پروژو کې د اچین ولسوالی د ګاوه کلی کې د اوبو یو سربند، ۵۳ متره کانال او ۵۰ متره استنادي دېوال شامل دي، چې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.
ښاغلي محمد دغه راز وویل، چې د اچین ولسوالی باغ درې کلی کې هم د اوبو یوسربند او ۱۶۰ متره ویاله د ۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډو رغول شوي دي، چې د یاد پروژو په لړ کې ۲۵۶ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او د دغو پروژو په بشپړېدو سره ۶۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد دغه راز زیاته کړه، چې د غني خېل ولسوالی اړوند ډیګۍ کلی کې ۵۰۰ مرته ویالې، ۱۰ پلچکونه او ۱۰ د اوبوخور ورخونه د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول رغول شوي دي او ترڅنګ یې دوه زره متره ویالې پاک کاري شوي دي. ددې پروژې په لړ کې ۱۷۰ کسانو ته دکار زمینه بربره شوې وه او د پروژې په بشپړېدو سره دوه زره جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبوخور سیسټم برابروي.
د ننګرهار دکرنې رییس قومي مشرانو ته سپارښتنه هم وکړه، او زیاته یي کړه چې د رغول شوو پروژو څخه باید په سمه توګه ساتنه او مراقبت وکړي.
محمد ډاډ هم ورکړ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي تر څو د همکارو برنامو او موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښي مرستې ترسره کړي، او د بشري مرستو تر څنګ پرمختیايي پروژی هم پلي کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS