پکتیکا: پر ۲۹۴۱‍ مالدارانو د څاریو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو

mail-admin
Wed, Jan 18 2023 9:34 AM
پکتیکا: پر ۲۹۴۱‍ مالدارانو د څاریو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو

د پکتیکا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لورې د «او.آر. ډي» مؤسسې په ملاتړ ددې ولايت د مرکز ګردیز په ګډون د یوسف خېل او مټاخان  ولسواليو پر ۲۹۴۱ اړمنو مالدارانو د څاریو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالطیف خاطر، د د «او.آر. ډي» مؤسسې چارواکو ، مالدارانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکو د «او.آر. ډي» مؤسسې چارواکو څخه مننه وکړه، چې په دې سختو شرایطو کې ددې ولایت له مالدارانو سره مرستې او همکارۍ کوي.
د چارواکو په خبره، ددې مرستې په لړ کې ددې ولایت د مرکز شرنه په ۱۰۰۰، یوسف خېل ولسوالی کې ۱۰۰۰ او مټاخان ولسوالی کې په ۹۴۱ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي، چې په ټولیزه توګه ۲۹۴۱ مالداران کېږي او هر مالدار ته د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکول کېږي.
د ياد پروګرام له تطبيق څخه  موخه د اړمنو مالدارنو پر پښو درول دي، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS