هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي هلې ځلې

mail-admin
Tue, Jan 17 2023 10:20 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي هلې ځلې

د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله آخند زاده حفظ الله د حکم په اساس او د کرنې وزارت د هدایت سره سم هلمند ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي عملي چارې له وړاندې پیل شوي دي، چې د مرکز لښکرګاه په شمول په ټولو ولسوالیو کې یی کارونه دوام لري.
په همدې موخه د هلمند دکرنې ریاست اړوند ګوهرګین تکثیري فارم کې لسګونه هغو کسانو چې په نوموړي فارم کې یې خپل سرې کورونه جوړ کړي دي، د کرنې ریاست مرستیال مولوي زین الله زاهد سره په لیدنه کې خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل.
په دې کتنه کې ښاغلی زاهد راغلو کسانو ته وویل: «داچې د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې ټول هغه امارتي ملکیتونه چې اشخاصو او افرادو په بېلابېلو نومونو غصب کړي دي د یادو ملکیتو د تشخیص، تثبیت او له غصب څخه د خلاصولو په موخه تخنیکي پلاوی ته دنده سپارل شوې ده، تر څو په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره او راپور یې عالي مقاماتو ته وړاندې کړي، په همدې موخه موږ تاسو مکلف یو چې په دې برخه کې اطاعت ته غاړه کېږدو او د عام المنفعه او امارتي جایدادونو د غصب په خلاصون کې همکاري وکړو.» 
ورپسې د راغلو کسانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او وې ویل چې، موږ شاخوا ٢١٠ کورونه چې په همدې فارم او شاوخوا سیمو کې بزګري کوو او د یاد فارم پر ځمکه مو کورونه جوړ کړي دي، د نوموړي ځمکې د شخصي ملکیت ادعا نکوو، موږ د ا.ا.ا هر امر او هدایت منو او په اړه یې څنګه چې لازم بولي پر عملي کولو یې توافق لرو.
د یادولو ده، چې هلمند کې د امارتي ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي خپلې هڅې ګړندي کړې دي ترڅو ټولې هغه ځمکې او جایدادونه چې د اسنادو او سوابقو له مخې امارتي وي له غصب څخه خلاصې او په اړه به یې د عالي مقاماتو د حکمونو مطابق کړنې ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS