د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی عملي چارې 

mail-admin
Thu, Jan 12 2023 12:31 PM
د میدان وردګو  ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی عملي چارې 

۲۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د میدان وردګو ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د لازمو پرېکړو  د عملي کولو په پار ددې ولایت د مرکز میدان ښار اړوند شهر نو پروژې څخه لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او دتخنیکي پلاوی رییس مولوی عبدالجبار خالد، د عدلیې رییس، مولوی مطیع الحق عثمان، دقوماندانۍ محترم مرستیال مولوی الله نورناصح، دڅارنوالۍ رییس مولوی محمدبصیر محمدي، د ښار جوړونې رییس مولوی عبدالقیوم سیف العمر، دحج اوقافو محترم رییس مولوی محمدنبي محمدي، د میدان وردګو ولایت ښاروال مفتي ظابت حارث، د میدان وردګو ولایت مستوفي مفتي عبدالخالق حقاني، دکاراوټوله نیزوچارو رییس حاجي اقبال، دقضایای امارت آمر رازمحمد حلیم، د اراضي دکدستر مدیر انجنر دواجان مجاهد شتون درلود، چې د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهر نو ښارګوټې څخه د لیدنې په ترڅ کې د سیمې له اوسیدونکو او مشرانو سره وکتل.
یاد ښارګوټۍ چې ټول نږدې ۵۸۰ جریبه ده او امارتي املاک دی، د خلکو له خوا غصب شوی دی. په دې لیدنه کې یوشمېر غاصبین معلوم او د نورو اجراآتو لپاره د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست ته راوغوښتل شول. دغه راز د تخنیکي پلاوي غړو د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د محکمې تر وروستۍ پرېکړې پورې دې په سیمه کې تصرفات بند کړي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په میدان وردګو ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS