ننګرهار کې د مالټې څه باندې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
Thu, Jan 05 2023 10:09 AM
ننګرهار کې د مالټې څه باندې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړېږي

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د ننګرهار کانال په څه باندې ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د مالټې نوې بڼونه جوړېږي.
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل: «د زرغونتیا په پار مو هلې ځلې ګړندي کړي، د دویم فارم لومړي بلاک (۱۵،۱۳،۱۱)نمره ځمکه کې د اټکل له مخې د ۲۰ ميليونه افغانيو په ټولیز لګښت په ۱۱۰ جریبه ځمکې باندې د مالټې بڼونه  جوړېږي، په داسې حال کې چې تردې دمه په سلګونه جریبه ځمکې د مالټې بڼونه جوړ شوي دي.»
ښاغلی کظیم زیاته کړه:  «پلان لرو او په دې اړه مو هڅې ګړندي کړي هم دي چې د ننګرهارکانال ریاست په ځمکو کرل شوو مالټه باغونو حاصلاتو ته بهرنې بازار پېدا کړو.»
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره به په دې سیمه کې شاړې ځمکې ابادې او ورسره به د سیمې زرغونتیا او ښېرازۍ ته هم زمینه برابره او ترڅنګ به یې ددې ولایت د مالټو د حاصلاتو کچه هم لوړ شي.
ننګرهار د سټروسو مېوو لکه مالټې، نارنج او لیمو ونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې دسټورو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS