زابل کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
Mon, Dec 19 2022 3:23 PM
زابل کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

۲۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د زابل  ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو اړوند اتمه غونډه دائره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه په کې د زابل د کرنې رییس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې رییس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي محمد اسلام واسع، د څارنوالۍ رییس مولوي عبدالقادر طه، د یاد ولایت ښاروال مولوي لطف الله لطيفي، د ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن او د امارت د قضایاوو آمر مولوي محمدي محمدي د غړیو  په توګه ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د خاکران د مرکزي بازار په اړه چې پر ۱۶۰۰ دوکانونو مشتمل دي، د تخنیکي کمیټې غړیو نظرونه وړاندې کړل او پریکړه وشوه چې له مربوطه لسو ادارو څخه به هره اداره خپل یو کارمند د ګډ پلاوی په څېر سیمې ته لیږي، ترڅو د یاد بازار په اړه ابتدايي معلومات راټول او له تخنیکي ټیم سره شریک کړي. 
په دوهم قدم کې د نوبهار د بازار په اړه باندې د تخنیکي هیئت غړیو نظرونه وړاندې کړل، د نوبهار د یو تن اوسیدونکي عبدالدیان اسناد د لاښه مالوماتو لپاره راوګرځول شول، ترڅو په ښه ډول وڅېړل شي دغه راز د زابل ولایت د وزارت دفاع اړوند ځمکو د غاصبینو د راجلبولو پریکړه وشوه او ترڅنګ یې له امنيه قومندانۍ څخه غوښتنه وشوه چې په مرکز قلات کې د ازاري د سیمې له هر جومات څخه یو یو نفر راجلب کړي. 
غونډه د دوعایي په لوستلو سره پای ته ورسېده.د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS