میدان وردګو کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابره شوه
۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (DAI/USAID) مؤسسې په مالي او د «نارټ سټار» شرکت په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت ۷۵ بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست وایي، چې ددې درې میاشتنۍ پروژې په ترڅه کې یادو کاریګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکول کېږي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د اوبولګولو د کانالونو او ویالو د پاکولو ترڅنګ بېوزله کورنیو ته دکار زمینه برابرول دي.
