د کرنې وزارت د عوایدو راټولولو غونډه دائره شوه

user-admin
Wed, Dec 07 2022 3:37 PM
جلسه جمع آوری عواید وزارت زراعت برگزار شد


۱۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د کرنې وزارت د یوشمېر عایداتي رییسانو په ګډون دکرنې وزارت د عوایدو راټولولو د همغږۍ غونډه دائره شوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په دې غونډه کې وویل، دکرنې وزارت مشرتابه ژمن دی، چې عایداتي سرچینې تنظیم او تثبیت او دغه راز نوې عایداتي سرچینې رامنځته کړي:«مون ژمن یو، ددې ترڅنګ چې دکرنې وزارت خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي په یو عایداتي وزارت یې هم بدل کړو، چې لږ تر لږه وکولای شي، چې خپله بودیجه تمویل کړي.»
مالي او اداري مرستیال اړوندو ریاستونو په ځانګړې توګه د اجاره ورکونې او پانګونې لویو ریاستونو ته هدایت ورکړ، چې ټول مازاد دولتي املاک چې، بې سرنوشته پاتې دي او یا هم په مخکینیو دورو کې په ډېره ټیټه بیه په اجاره ورکړل شوي دي، له سره تثبیت کړي او د ورځني بیې پر اساس له سره پرې بیه کېښودل شي، چې د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړل شي، چې له یوې خوا دولتي جایدادونه د غاصبینو له منګلو خلاص او له بلې خوا عواید ډېر شي.
په همدې حال کې مولوی فضل الباري فضلي په دې غونډه کې ټولو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، چې د ۱۴۰۲ یم کال لپاره خپل پلان او بودیجه داسې تنظیم کړي، چې د عوایدو زیاتوالی ته زمینه برابره شي.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د ځمکو چارو ادارې ته هم هدایت ورکړ، چې د خپلو اړوندو ادارو عایداتي طرحې دې ډېرژر ترتیب او د منظورۍ په پار دې دکرنې وزارت مشرتابه ته وړاندې کړي.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د هېواد ټول لګښتونه له کورنیو سرچینو تمویلېږي په همدې موخه د سلامي امارت رهبرۍ ټولو اداراتو ته سپارښتنه کړی، چې پر عایداتي سرچینو کار وکړي.

جلسه جمع آوری عواید وزارت زراعت برگزار شد 
۱۶ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه  انسجام و جمع آوری عواید وزارت زراعت تحت رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری این وزارت با اشتراک شماری از رئسای عوایدی وزارت زراعت برگزار شد.
معین مالی و اداری وزات زراعت از مصمم بودن رهبری وزارت زراعت بر تنظیم منابع عایداتی و تثبیت سرچشمه‌های جدید عایداتی یاد کرده افزود" ما مصمم هستیم تا وزارت زراعت را در کنار اراییه خدمات به یک وزارت عایداتی نیز تبدیل نمایم که بتواند حد اقل بودیجه خود را تمویل کرده بتواند".
معین مالی و اداری به ریاست‌های مربوطه خصوصا ریاست عمومی اجاره دهی و سرمایه گذاری هدایت داد تا تمام املاک مازاد دولتی را که بی‌سرنوشت مانده اند و یا هم در دوره‌های قبلی با بسیار یک پول اندک به اجاره داده شده اند دوباره تثبیت نمایند و نظر به نرخ روز دوباره قیمت گذاری نمایند که از طریق داوطلبی به اجاره داده شوند تا از یک طرف جایدات‌های دولتی از چنگ غاصبین محفوظ گردد و از جانب دیگر عایدات بیشتر گردد.
در عین حال مولوی فضل الباری فضلی در این جلسه به تمام ریاست‌ها دستور داد تا برای سال 1402 پلان و بودیجه خویش را طوری تنظیم نمایند که زمینه‌ افزایش عواید مساعد گردد.
در همین حال به ریاست‌های ارضی وزارت زراعت نیز هدایت سپردند تا  هرچه عاجل طرح عایداتی ریاست‌های مربوطه خویش را ترتیب نموده و غرض منظور به رهبری وزارت زراعت پیشنهاد نمایند.
پس حاکمیت ا.ا بر افغانستان تمام مصارف کشور از منابع داخلی تمویل می‌گردد بنا نظر به هدایت رهبری امارت اسلامی تا تمام ادارات بالای پروژه های عایداتی کار نمانید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS