د ځمکو چارو ادارې اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Dec 06 2022 3:13 PM
د ځمکو چارو ادارې اداري غونډه دائره شوه

۱۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ادارې اداري غونډه ددې ادارې سرپرست ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ د جیوډیزي، کډسټر، قبالو او استملاک رییسانو، د ځمکو چارې ادارې د بېلابېلو ریاستونو چارواکو، آمرینو او یوشمېر کارکوونکو په شتون کې دائره شوه،
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو سرپرست ملاعبدالرحمن رحماني په یاده اداره کې د شته ستونزو د حل او هېوادوالو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه د ټینګار ترڅنګ وویل، چې ټول رییسان مکلف دي، چې د خپلو اړوندو ادارو د همکارۍ غونډې په لاره واچوي.
ښاغلی رحمانی په ټولو کاري برخو کې پر روڼتیا د ټینګار ترڅنګ د اړوندو ادارو له ټولو مسوولينو يې وغوښتل، چې د يادې ادارې د موخو د پوره کولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.
ملا عبدالرحمن رحماني د داسې غونډو جوړول د یادې ادارې د موخو د ترلاسه کولو، د ستونزو حل او د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د کچې د لوړولو لپاره ارزښتناکه وباله او له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې خپل وړاندیزونه په کتبي توګه د یادې ادارې مقام ته واستوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS