د ننګرهار دکرنې ریاست: د مملې بڼ د اوبوخوړ ستونزه هوارېږي

mail-admin
Tue, Dec 06 2022 3:10 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست: د مملې بڼ د اوبوخوړ ستونزه هوارېږي

۱۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت والي حاجي ملا محمد نعیم اخند له لوري د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالی اړوند د مملې تاریخي بڼ د اوبخور د اوبو د کمښت لپاره د دوه څاکانو د ایستلو پروژه د پټي په پري کولو سره  پیل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ريس مولوی عبدالستار محمد په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې  دغه څاه ګانې به د اتیا متره ژور والې او د دوه میاشتو په موده کې بشپړ شي، چې ټول ټال لګښت یي یونیم میلیون افغانۍ کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام له لوري ورکول کېږي.
محمد زیاته کړه، چې په اوسني شرایطو کې د ژورو څاګانو ایستل مناسب ندی، خو د بلې خوا اسلامي امارات دیته ژمن دی، چې د تاریخې ابداتو ساتنه په پوره عزم سره وکړي. 
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړینه وبلله تر څو د مملې تاریخي بڼ چې د اوبو د کمښت سره مخ دی، د دغه بڼ د ژغورنې او اوبخور  لپاره دوه څاګانو منظور کړي، چې د لمریز سیسټة په وسیله به بڼ ته اوبه ورکوي.
محمد همداراز زیاته کړه، چې په دغه بڼ کې دمګړۍ د نیالګیو د تولید او پالنې لپاره یو شمېر قوریې هم شتون لري، چې هر کال په زرګونه نیالګیې تولید او د ښیرازۍ په موخه پر هېوادوالو ته ویشل کېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS