د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار والي سره وکتل

mail-admin
Tue, Nov 29 2022 10:13 AM
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار والي سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان کندهار ته د سفر په ترڅ کې، ددې ولايت والي حاجي محمد يوسف وفا سره په داسې حال کې وکتل، چې دکرنې وزارت مالي او اداري رييس مولوي ضیاء‌ الدین واقف او د کندهار د کرنې رييس مولوي محمود مظلوم هم حضور درلود.
 ددې کتنې په ترڅ کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان وويل:"په دې وروستيو کلونو کې په کندهار او يوشمېر نورو ولايتونو کې د وچکالۍ کچه لوړه شوې ده، چې ورسره کروندګر او بزګران له ګڼو ستونزو سره مخ دي".
ښاغلی فيضان وويل، چې د يادې ستونزې د حل په موخه دکرنې وزارت د اوبو مهارولو او چکډمونو جوړولو ته لومړيتوب ورکوي. دهغه په خبره کندهار ته يې د سفر موخه هم همداده، چې په دې ولايت کې د اوبو چکډمونو جوړولو او اوبو مهارولو پر لارو چارو له نږدې کار ووشي.
د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال وويل، په دې برخه کې لومړۍ د سيمې سروې ترسره او ډېرژر به د پلان مطابق پرې کار پيل شي.
په همدې حال کې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان او له ده سره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ده، څخه مننه وکړه چې ددې مهمې موضوع په پار کندهار ولايت ته سفر کړی دی.
دکندهار والي دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان او له ده سره مل پلاوي ته ټولې هغه ولسوالۍ او سيمې ور په ګوته کړل، چېرې چې د وچکالۍ اغېزې ډېر او د چکډمونو جوړولو ته اړتيا ده.
دغه راز د کندهار والي له ياد پلاوي سره د هر راز همکاريو ژمنه هم وکړه او د کرنې وزارت څخه يې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې خپل پلانونه چټک کړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او طبيعي سرچينو په برخه کې د شته ستونزو د ارزونې په پار ياد ولايت ته سفر کړی، چې دکرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف او دکرنې وزارت د څړځایونو د تنظیم رییس سید احمد خالد صاحب زاده په دې سفر کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مولوی باز محمدفیضان ملتیا کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS