د زابل مرستیال والي د شملزو ګمرک سیمې د تثبیت او ځمکو د استملاک لپاره راغلي پلاوي سره وکتل

mail-admin
Wed, Nov 23 2022 9:48 AM
د زابل مرستیال والي د شملزو ګمرک سیمې د تثبیت او ځمکو د استملاک لپاره راغلي پلاوي سره وکتل

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د ولایت مقام کې د شملزو ګمرک سیمې د تثبیت او ځمکو د استملاک لپاره د کورنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت، د ښار جوړونې وزارت او د کرنې وزارت څخه د راغلي تخنیکي پلاوي سره په داسې حال کې وکتل چې دفتر رییس خواجه عبیدالله حافظ عتیق او د کرنې رییس مولوي عطاءالله راشد هم حضور درلود.
د راغلي تخنیکي پلاوي مشر انجنیر ظفر نظري وویل، چې راغلی پلاوی به د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر سیمې ته سفر وکړي او هلته به د شملزو ګمرک لپاره ساحه تثبیت او د ځمکو د استملاک تخنیکي چارې به و ارزوي.
د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د راغلي پلاوي په راتګ سره خوښي وښوده، زیاته یې کړه چې د شملزو ولسوالۍ د ګمرک جوړېدل د ټولو زابلي ولسونو اساسي غوښتنه ده او له راغلي پلاوي څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې چارې دې په پوره شفافیت سره په داسې ډول  تر سره کړي چې په راتلونکي کې د ځمکو د تثبیت او استملاک په برخه کې ستونزې رامنځته نشي.
ښاغلي بهیر همدارنګه اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د شملزو ولسوالۍ تر ځنځیر سیمې پورې دي د یاد تخنیکي پلاوي د انتقال او هلته د اوسېدو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS