دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د قبالو د وېش پرانیست غونډه و شوه

user-admin
Tue, Nov 22 2022 5:46 PM
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د قبالو د وېش پرانیست غونډه و شوه


۱  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په زوارت کې د کرنې وزارت د رهبرۍ او د سترې محکمې او ښاروالۍ د استازو په شتون کې د کابل اراضي ریاست له خوا د کابل ولایت متقاضیانو لپاره د قبالو د وېش لړۍ د یو رسمي برنامې په ترڅ کې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست زویر مولوی عطاءالله عمري، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم، د اراضي ادارې سرپرست ملا عبدالرحمن رحماني، د سترې محمې مرستیال مولوی محمدقاسم، د کابل د ښاروالۍ چاراکو او دکرنې وزارت رییسانو او یوشمېر کارکوونکو ګډون درلود.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري د قبالې سند درلودلو د اهمیت او هغوستونزو په هکله چې د شرعي سند د نه درلودلو له وجې د خلکو ترمنځ ایجاد شوي دي خبرې وکړې: «د شرعي قبالې شتون د خلکو ترمنځ د ډېرو ستونزو د کمښت لامل کېږي، اړتیا ده، چې خلک خپلو ځمکو او جایدادونو ته سندونه جوړ کړي.»
په همدې حال کې ښآغلی عمري دکابل ولایت له اوسیدونکو وغوښتل چې ځانګړو دفترونو ته په ورتګ سره خپل جایدادونه ثبت کړي: «دکرنې وزارت دفترونو ته مراجعه وکړئ او خپلې ځمکې ثبت کړئ، دا ارزښتناکه غونډه د خلکو برخلیک پورې تړې ده، ځکه د ځمې راکړه ورکړه یو له اساسي موضوعاتو څخه دی، چې د خلکو له ژوند سره تړلی دی.»
ښاغلی عمري زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې د هرچا لاس چې ورسېد دولتي ځمکې یې غصب کړې او دا لویه فتنه ده، دا کار ددې لامل کېږي، چې د جعلي او تزوریري سندونو د جوړولو مخ نیوی ووشي، د امارت په راتګ سره د ځمکې غصب یو څخه حل شوی دی، خلک له کلونو کلونو نسل په نسل خپلې ځمکې او کورونه ثبت کړي نه دي او سند یې نه دي غوښتي، خلک دې د خپلو ځمکو ستونزې حل کړي، چې په راتلونکې کې د دوی ترمنځ د شخړې لامل نه شي.»
د اراضي ادارې سرپرست ملا عبدالرحمن رحماني هم دکرنې په وزارت او د قبالو د وېش په مسوولو برخو کې د مسلکي متخصصینو د شتون په هکله خبرې وکړې او هیله یې وښودله چې په راتلونکې کې دې دالړۍ نوره هم پراخه شي: «د ځمکوالۍ متخصصین په دې برخه کې ډېر زحمتونه ګاللي دي، په دې برخه کې مو کړن لاره جوړه کړه، چې څنګه باید کار وکړو، د جایدادونو د ثبت او قبالو چمتو کولو په برخه کې مو سمه کړن لاره لیکلی دی او د کابینې له خوا تصویب شوی دی، تر کابل وروسته په نورو ولایتونو کې هم دا کار پیلوو، ډاډ ورکوو، چې د خلکو ځمکو ته په دقیق او سمه توګه سندونه ورکوو.»
وروسته د سترې محکمې مرستیال مولوی محمدقاسم د ټولینزو ستونزو او د خلکو ترمنځ د حقوقي شخړو د له منځه وړلو په پار د قبالو وېش اغېزناک ګام وباله او زیاته یې کړه: «د خلکو ډېری موضوعات پر ځمکوالۍ تړلي دي، دا کار کولای شي، چې د خلکو ډېری ستونزې حل کړي او یو مثبت ګام دی، دا کار کولای شي، چې روڼتیا رامنځته کړي او حق حق دار ته ورسېږي، نور جعل او تزویر نه شي او  د خلکو شخړې له منخه ولاړ شي.»


محفل افتتاح توزیع قباله‌ در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دایر شد
۱ قوس۱۴۰۱ هـ.ش
طی برنامه رسمی در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور داشت رهبری وزارت زراعت و مسوولان سترمحکمه و شاروالی کابل روند توزیع قباله برای متقاضیان ولایت کابل توسط ریاست اراضی ولایت کابل آغاز گردید.
برنامه‌ای به منظور  آغاز روند توزیع قباله‌جات در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری، ملاعبدالرحمان رحمانی سرپرست اداره اراضی، مولوی محمدقاسم معاون ستره محکمه، مسوولان شاروالی کابل، روساء و کارمندان وزارت زراعت دایر شد.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری  در مورد اهمیت داشتن سند قباله و مشکلاتی که از سبب نبود قباله یا یک سند شرعی میان مردم به وجود آمده صحبت نموده:" موجودیت قباله شرعی باعث کم شدن بسیاری از مشکلات مردم می‌شود، نیاز است مردم به زمین‎‌ها و جایدادهای شان سند بسازند".
در همین حال آقای عمری از باشندگان ولایت کابل خواست تا با مراجعه به دفاتر مشخص شده برای توزیع قباله جایداد‌های خویش را ثبت نمایند"به دفاتر وزارت زراعت مراجعه نموده زمین خویش را ثبت نمایند، این مجلس با ارزش ارتباط سرنوشت مردم دارد چون داد و گرفت زمین یکی از موضوعات اساسی می‌باشد که به  زندگی مردم پیوند دارد".
آقای عمری افزود"در سال‌های گذشته هر کس دستش رسیده زمین‌های دولتی را غصب نموده و این فتنه کلان است، این کار باعث می‌شود که از جور ساختن سندهای جعلی و تذویری جلوگیری شود، با آمدن امارت غصب زمین یک اندازه حل شده،  مردم از سالیان درازی نسل در نسل زمین‌ها و خانه‌های شان را ثبت نکرده و سند نساخته‌اند، مردم مشکل زمین‌های شان حل کنند و در آینده باعث جنجال برایشان نشود".
 ملا عبدالرحمان رحمانی سرپرست اداره اراضی نیز از موجودیت متخصصین مسلکی در وزارت زراعت و بخش‌های مسوول توزیع قباله سخن زده و اظهار امیدواری کرد که این روند در آینده گسترش یابد": متخصصین زمینداری زحمات زیادی در این زمینه عهده دار شده اند، در این بخش طرزالعمل جور کردیم، چگونه کار کنیم، کار شیوه درست جهت ثبت جایدادها و تهیه  قباله نوشته کردیم و از طرف کابینه تصویب شد، بعد از کابل در ولایت‌های دیگر نیز این کار را شروع می‌کنیم،  اطمیان می‌دهیم که زمین‌های مردم را بصورت درست و دقیق سند بدهیم".
بعد از آن مولوی محمد قاسم معاون ستره محکمه توزیع قباله را در از بین بردن معضلات اجتماعی و دعواه های حقوقی موثر دانسته افزود:" بسیاری از موضوعات مردم به زمینداری بسته‌است، این کار می‌تواند مشکلات زیادی از مردم را حل کند و گام مثبت است، این کار می‌تواند شفافیت بوجود آورد و حق به حق‌دار برسد جعل و تزویر دیگر نشود و منازعات مردم ازبین برود".

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS