لغمان کې دځمکو د غصب دمخنیوي او غصب شویو ځمکو دتشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی درېیمه غونډه

mail-admin
Mon, Nov 21 2022 3:12 PM
لغمان کې دځمکو د غصب دمخنیوي او غصب شویو ځمکو دتشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی درېیمه غونډه

۳۰ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دلغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دځمکو د غصب مخنیوي اوغصب شویو ځمکو دتشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی درېیمه غونډه دتېرپه څېر د لغمان دکرنې ریاست کې په داسې حال کې ترسره شوه چې د لغمان ولایت دعدلیې، څارنوالۍ، کار او ټولنیزوچارو اوښارجوړونې ریاستونو رئیسانو او د مستوفیت، ښاروالۍ ریاستونو استازو، دامنیې قوماندانۍ اداري مرستیال، د امارت دقضایوو امر او دځمکوالۍ امریت دکدستر مسؤل حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رئیس الحاج مولوي محمدولي محسن دغونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ لارښوونکې وینا وکړه، هغه وویل: «کوم مسؤلیت چې دځمکودغصب دمخنیوي او غصب شویوځمکودتشخیص او تثبیت په برخه کې موږ ته سپارل شوی باید دمشرانو د لارښوونې سره سم یې پروخت ترسره کړو.»
 نوموړي د دې هدف په ترلاسه کولو کې دتخنیکي هیئت غړو ته د حاضري په پاپندي باندې ټینګار وکړ. وروسته ښاغلي محسن دتخنیکي هیئت غړو سره دغصب شویوځمکو دتثبیت او تشخیص لپاره د پلان په ترتیب باندې کار وکړ او په دې اړه یې تخنیکي هیئت غړوته لازمې لارښوونې وکړې او داجنډا سره سم د ذکرشوو تخنیکي هيئت غړو دچارو دلا ښه تطبیق په موخه په نوبت سره خپل نظرونه د تخنیکي هیئت مشر ته وړاندې کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS