دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کانال ریاست د کارکوونکو کړنې وستایل

mail-admin
Wed, Nov 16 2022 12:00 PM
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کانال ریاست د کارکوونکو کړنې وستایل

۲۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار کانال ریاست له کارکوونکو سره په لیدنه کې د دوی کړنې او فعالیتونه وستایل.
ښاغلی الحاج مولوی باز محمد فیضان د کانال ریاست کارکوونکو ته وویل: «ستاسې ټولي کړنې او روانې هڅې د قدر او ستاېنې وړ دي.» هغه دغه راز د چارو د لاښه پرمختګ په موخه اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د کانال ریاست له کارکوونکو سره تر ناستې وروسته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال الحاج باز محمد فیضان او روسره مل پلاوی د ننګرهار کانال رياست له بېلابېلو برخو له نږدې لېدنه وکړه. 
یاد پلاوی د ننګرهار کانال رياست ټولي چاري مثبتي او ګټوري وبللې او مسوولينو ته يې لازمې لارښووني او سپارښتنې وکړې .
ددې لیدنې په ترڅ کې، دکرنې وزارت دطبیعي سرچينو لوى رییس مولوي عبدالاحد خليل، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضياالدين واقف، د ځنګلونو دتنظيم رییس محمد امان امانيار، د ننګرهار د کانال رییس  مولوي غلام الرحمن کظیم او یوشمېر نورو چارواکو د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ملتیا کوله.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS