د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار مرستیال والي سره وکتل

mail-admin
Tue, Nov 15 2022 1:55 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار مرستیال والي سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار مرستیال والي حیات الله مبارک سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د امارتي غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو، د ځمکې د غصب مخنیوی، کروندګرو خلکو ته د ځمکو وېش او د کارونو پر لا همغږۍ خبرې وکړې.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ددې کتنې پرمهال وویل: «کندهار له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په پار ډېرې ځمکې او مناسب اقلیم لري، د چارو د پرمختګ لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته او خلک هم وهڅول شي، چې په یادو برخو کې پانګونه وکړي.»
په همدې حال کې د کندهار مرستیال والي هم د همکاریو او همغږیو ژمنه وکړه او ویې ویل: «همغږي کولای شي، چې په کارونو کې اسانتیا رامنځته او د پرمختګ لامل شي، همکاریو ته چمتو یو او د اړوندو اداراتو په انسجام سره همکاري او هلې ځلې کوو.»
په دې کتنه کې دکرنې وزارت د خصوصي سکټور رییس مولوی شمس الله محمد او د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم هم شتون درلود.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با معاون والی کندهار 
۲۴ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی سفرش به ولایت کندهار با حیات الله مبارک معاون والی کندهار دیدار کرد. 
در این دیدار دو طرف در مورد استرداد زمین‌های غصب شده امارتی، جلوگیری از غصب زمین، اجاره دهی زمین‌ها به مردم زراعت پیشه و هماهنگی کارها صحبت نمودند. 
در این دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت که کندهار از ولایت های مهم زراعتی دارای زمین های فراوان و اقلیم مناسب برای زراعت، مالداری و باغداری می‌باشد، نیاز است همکاری دو جانبه برای کارها انجام شود تا سهولت به مردم شود و مردم هم تشویق و علاقه مند سرمایه گذاری و کار شوند".
معاون والی کندهار نیز تعهد به همکاری و هماهنگی داد و در سخن هایش گفت". هماهنگی می‌تواند کارها را سهل تر سازد و باعث پیشرفت شود، آماده همکاری می‌باشیم و در انسجام ادارات ذیدخل در زمین‌ها همکاری و تلاش خواهیم کرد".
در این دیدار مولوی شمس الله محمد رئیس سکتور خصوصی وزارت زراعت و مولوی محمود مظلوم رئیس زراعت کندهار نیز حضور داشتند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS