ننګرهار کې د هېواد په کچه د څاڅکي اوبوخور تر ټولو ستر سیسټم جوړېږي

mail-admin
Wed, Nov 02 2022 3:39 PM
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څاڅکي اوبوخور تر ټولو ستر سیسټم جوړېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد د لومړي ځل لپاره دهېواد په کچه د څاڅکي سیسټم اوبوخور(ډراپ ایرېګېشن سیستم) جوړېږي.
د چارواکو په خبره دغه پروزه د دوو کرنیزو شرکتونو له لارې د د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۳۲۶ جریبه کرنیزه ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.
د ننګرهارکانال ریاست چارواکي وویل: « د ننګرهار کانال ریاست دکرنې د میکانیزه کولو او کرنې برخې ته لا زیات کار کولو په موخه مټې رانغاړلي دي، د افغانستان په کچه د ننګرهارکانال ریاست د هډې فارم پنځم بلاک کې په ۳۲۶ جریبه ځمکه د ۱۸ میلونه افغانیو په لګښت د اوبوخورد څاڅکو سیستم جوړ او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.»  ...  
د څا څکو يا ډراپ په لارې اوبه لگول د زیاتو اوبو د ضایع کېدو مخنیوي کوي، په دې طریقې سره په کم وخت کې زيات شمېر نباتات اوبه کېداي شي، په ځانګړي توګه د هغو ونو او نباتاتو د پاره چې په کتار کرل کېږي مناسبه طريقه ده. 
د څاڅکې په طريقه اوبه لگول په خاورې کې د اوبو او هوا تر منځ د مناسب انډول د ساتلو له لارې د کرنيزو نباتاتو د ودې په زياتولو، د حاصل په لوړولو او د کيفيت په ښه کولو کې د پام وړ ونډه لري. 
همدارنګه  د څاڅکو  په طريقه اوبه لگول د نبات د پاڼو، تنې او مېوو سره د اوبو تماس کموي(پاڼې، تنې او ميوې نه لندېږي) او په نتيجه کې په ناروغيو باندې د نبات د اخته کېدو چانس کمېږي.
دغه راز کرنيز کيمياوي مواد لکه کيمياوي سرې، آ فت وژونکي ا و نورکيمياوي مواد د څاڅکې په طريقه د اوبو لگولو د لارې په ډېره اغېزمنه توگه استعمالېداى شي.
د یادو ګټو ترڅنګ د هرزه بوټو د ستونزې کمښت او د کرنیزو فعالیتونو مناسب ترسره کول ددې سیسټم نورې ګټې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS