ننګرهار: د اماراتی، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د راګرځولو تخنيکي پلاوی غونډه 

mail-admin
Mon, Oct 31 2022 3:18 PM
ننګرهار: د اماراتی، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د راګرځولو تخنيکي پلاوی غونډه 

۹ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۴۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس او د ننګرهار ولایت مقام د هدایت سره سم د ننګرهار د کرنې، اوبولکولو او مالدارۍ ریاست مقر کې د دی ریاست د ريیس مولوی عبدالستار محمد تر مشرۍ لاندې د اماراتی، سلطانې، مرعي او وقفی ځمکو د غصب څخه د راګرځولو تخنيکي پلاوی خپله لومړنۍ غونډه تر سره کړه.
غونډه کې د اماراتی، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د راګرځولو تخنيکي پلاوی، سکرتریت ته دنده وسپارل شوه تر څو په ننګرهار کې د ټولو غصب شوو ځمکو په اړه معلومات راټول او راتلوونکې غونډې ته یي د تصمیم نیونې لپاره وړاندې کړي.
دغه تخنیکي پلاوی چې په ترکیب کې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ريیس د رییس په توګه، د عدلیې رییس، مستوفیت ريیس، ښارجوړونۍ رییس، حج اوقاف رییس، کاراو ټولنیزو چارو ريیس، څارنوالۍ رییس، امنیه قومندانې او قضایاوو رییس د غړی په توګه شامل دي.
د تخنیکي پلاوی غړو پریکړه وکړه چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په تطبیق کې به د هر ډول امکاناتو څخه په استفادې سره د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو کې ګوټلي ګامونه پورته کړي او عاملین به يې د قانون منګلو ته وسپاري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS