ننګرهار کې د ۳ کانالونو د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي

mail-admin
Sun, Oct 30 2022 3:21 PM
ننګرهار کې د ۳ کانالونو د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي

۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي او د (ISLAMIC RELIEF) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چپرهار ولسوالی د شېخ کلا، ګلدرې او ډاګو کانالونو د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د چارواکو په خبره د یادو کانالونو د رغولو ټولیز لګښت ۲۰ میلیونه او ۶۹۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې دوه زره او ۲۱۲ فني او غیر فني کسانو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده.
د ذکر شویو کانالونو په رغولو سره به په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او دسیمې اوسیدونکو ته به پخپلو کروندو کې د کار کولو زمینه هم برابره شي. بزګران به په ځان بسیا او په دي سره به د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.
د چپرهار ولسوالی چارواکي وایي، چې د پروژې چارې وخت په وخت له نږدې څخه څارل کېږي او ډاډ ورکوي چې پروژه به په شفافه توګه په خپل وخت بشپړ او ګټي اخستنې ته به وسپارل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS