د تخار خواجه بهاءوالدین ولسوالی کې د خلکو د کرنیزو ځمکو او هستوګنځیو ستونزه حل شو

mail-admin
Wed, Oct 26 2022 2:03 PM
د تخار خواجه بهاءوالدین ولسوالی کې د خلکو د کرنیزو ځمکو او هستوګنځیو ستونزه حل شو

۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ له کابل څخه تخار ولایت ته تللي پلاوی، چې په ترکیب کې یې د سرحدات، اقوام او قبایلو وزارت مرستیال مولوی قاسم خالد او د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نور جلال شامل و، دتخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالی د اوسیدونکو او کوچیانو ترمنځ شخړې ته د پای ټکی کېښود.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د خواجه بهاءوالدین ولسوالی په ودانۍ کې دائره شوې وه، د تخار والي مولوی ضیاالرحمن مدني، د تخار د امنیه قومندان مولوی شاکر، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام او یوشمېر نورو اړوندو چارواکو هم ګډون درلود او د ولس پر یووالی او وحدت یې خبرې وکړې.
دکرنې سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د اسلامي امارت د نظام د ټینګښت په موخه پر ستونزو او کړاوونو خبرې وکړې او ویې ویل: «خلک یو تیاره او له ستونزو ډک دور تېر کړی دی، په هېواد ک څلور لسیزه اشغال خلک له ډېر کړاوونو او ستونزو سره مخ کړل، دجنګ جګړو له کبله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول، تکلیفونه یې وګالل، شهیدان، ټپیان او کډوال شول، په هغه تیاره دوره کې د تعصبونو او بې ځایه افکارو له وجې، له یوې سیمې څخه د یو قوم وګړي د بل قوم سیمې څخه نه شو تېرېدای، په تېرو شلو کالو کې امریکا پر افغان ملت ظلومونه وکړه، پاک خدای (ج) دا نعمت زموږ په برخه کړه، چې اسلامي امارت حاکم شو، د امارت په نظام کې ټول خوندي دي، امنیت ټینګ دی او په هر وخت کې کولای شوچې له یوځای څخه بل ځای ته لاړشو.»
د وروستي پرېکړې له مخې د خواجه بهاءوالدین ولسوالی د مهاجر قشلاق سیمې اوسیدونکو ته چې د هستوګنې کورونه یې هلته دي په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې د یوښارګوټ جوړولو د خط اچونې اونمرې جوړولو چارې پیل شوې. په دې ترڅ کې هرې کورنۍ ته شپږ بسوې ځمکه ورکول کېږي. په دې ښارګوټې کې د اړتیا وړ تاسیسات لکه ښوونځی، مدرسه، جومات، کلینیک او نور تاسیسات د دولت له خوا جوړېږي. د کورونو د جوړولو مسوولیت په خلکو دی.
ددغو ځمکو په بدل کې خلک اړ دي، چې د هستوګنې کورونه او کرنیزو ځمکې کوچیانو ته ورکړي.
درېیم مودر داده، چې د سیمې اوسیدونکو ته ۱۵۰ جریبه څړځای د دوی کورونو سره نږدې ورکول کېږي، چې له دغې ځمکې یوازې د څړځای په توګه ګټه پورته کولای شي.

منازعه زمین زراعتی و منازل مسکونی مردم ولسوالی خواجه بهاوالدین تخار حل شد
۴ عقرب ۱۴۰۱ ه‍.ش
هیئت ای که از کابل به رهبری مولوی عطاالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و‌‌ در ترکیب آن مولوی قاسم خالد معین وزارت سرحدات اقوام و قبایل، مولوی نور جلال معین وزارت امور داخله به تخار رفته بودند به منازعه میان کوچی‌ها و باشنده‌گان ولسوالی خواجه بهاءالدین پایان دادند.
 در جلسه ای که در ساختمان ولسوالی خواجه بهاوالدین تدویر یافته بود مولوی ضیاالرحمان مدنی  والی تخار و مولوی شاکر قوماندان امنیه تخار، مخدوم عبدالسلام معین وزارت کار و امور اجتماعی و دیگر مسوولان مربوط  نیز حضور  داشته و در مورد وحدت و یکپارچگی ملت صحبت نمودند. 
مولوی عطاالله عمری  در مورد سختی‌های که به منظور بدست آوردن نظام امارات اسلامی سخن زده گفت مردم دوره تاریک و سیاهی را تیر کرده است، در چهار دهه اشغال در این کشور مشکلات زیادی را به مردم تحمیل کرد، این جنگ‌های خانمان سوز مشقت ها، تکلیف ها، شهدا، زخمی‌ها و مهاجرت های زیادی مردم دیدند.  در دوره سیاه  یک قوم از یک  منطقه به منطقه قوم دیگر تیر شده نمی‌توانست، از خاطر تعصبات و فکرهای بیجا، در ۲۰ سال گذشته آمریکا بالای ملت ظلم کرد، الله پاک این نعمت را داده که نظام امارت اسلامی است همگی در نظام امارت مصوون است امنیت برقرار و در هر وقت میتوانیم از یک جای بجای دیگر برویم".
فیصله نهایی هیئت توزیع ۱۵۰ جریب زمین به باشنده‌گان خانه‌های مسکونی منطقه مهاجر قشلاق خواجه بهاوالدین، این زمین ها در قالب یک شهرک که دارای تمام تاسیسات می‌باشد کار خط اندازی و نمره زنی آن آغاز گردید. برای هر خانواده ۶ بسوه زمین داده می‌شود. دولت مکتب، مدرسه، مسجد، کلینیک و دیگر تاسیساتی که به یک شهرک نیاز است جور می‌کند. مسوولیت اعمار خانه‌ها بدوش مردم می‌باشد.
 در بدل این زمین ها، این مردم مجبور اند خانه‌های مسکونی و زمین های زراعتی را به کوچی ها تسلیم کنند. 
مورد سوم این بود که ۱۵۰ جریب زمین مالچر به باشنده‌های منطقه‌ای که زمین های همجوار خانه شان توزیع می‌گردد در جای دیگر برای شان زمین اجاره داده می‌شود تا از آن تنها من حیث مالچر حیوانات استفاده نمایند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS