د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار د نظر غوښتنې ورکشاپ دائر شو

mail-admin
Tue, Oct 25 2022 9:24 AM
د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار د نظر غوښتنې ورکشاپ دائر شو

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار د نظر غوښتنې ورکشاپ دائر شو.
په دې ورکشاپ کې د کرنې وزارت چارواکو، د پوهنتون استادانو، دکرنې او مالدارۍ متخصصین او کارپوهان ګډون کړی وو او د افغانستان د ځان بسیاینې په پار دکرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې خپلې طرحې او نظرونه وړاندې کړل.
ددې ورکشاپ په پیل غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي وویل: «زموږ موخه داده، چې د افغانستان د ځان بسیاینې په پار زمینه سازي وکړو، ترڅو د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا له لارې ځان بسیاینې ته ورسېږو، د خلکو هیله کرنې وزارت ته ده، خو له سوداګرو څخه غواړو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم په دې غونډه کې وویل: «د ځان بسیاینې او خړو خوندیتوب په برخه کې د مارکېټ شتون، په ملي او نړیواله کچه کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه، د سړوخونو او زېرمتونونو جوړول، مېرمنو ته د کورني کرنې او لاسي صنایعو زمینه برابرول، دکورنیو حرفوي فعالیتونه زمینه برابرول چې په بېلابېلو سکټورونو کې له یوبل سره په هغږۍ کار وکړي ډېر مهم او اړین دي.»
د کابل پوهنتون یو استاد صفی الله جوهر په دې هکله وویل: «په بېلابېلو برخو کې د ځان بسیاینې په پار کرنیز ټکنالوژۍ درلودل او اړوندو اداراتو سره د اکاډمیکو بنسټونو همغږۍ او ترڅنګ یې کورني کرنه ډېرې اړینې چارې دي.»
دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ وده، د طبي بوټو ترویج او تقویت په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې، په دې برخه کې د سبو ترویج او د بزګرانو ملاتړ، مالدارۍ، واکسیناټوري او د ناروغیو کنټرول، د خوړو خوندیتوب، محصولاتو ته بازارموندنه، د مارکېت ایجادول او د سړوخونو جوړول ددې ورکشاپ د خبرو اترو محور ول.
د یادو موضوعاتو ترڅنګ دغه راز په دې ورکشاپ کې د ننګرهار کانال د بیارغونې او پراختیا، د قوش تیپې کانال په امتداد کې د کرنیزو ځمکو بیارغونه، د کمال خان بندر تر چتر لاندې د کرنیزو ځمکو خړوبول، د سلما بند تر چترلاندې د ځمکو خړوبول او جوړول او د هلمند او کندهار ولایتونو په هغو دښتو کې، چې کرکیلې ته چمتو دي د کرنیزو ځمکو خړوبولو په هکله هم خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS