‎د اسد وصال د لبنیاتو شرکت پرانیسته

user-admin
Wed, Oct 12 2022 9:39 AM
‎افتتاح شرکت لبنیات اسد وصال

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال دکابل په صنعتي پارکونو کې د اسد وصال د لبنیاتو شرکت په پرانیست غونډه کې په ګډون سره له خصوصي سکټور سره د همکاریو ډاډ ور کړ.
‎مولوی صدر اعظم د لبنیاتو په برخه کې ددې شرکت د کار د پیل هرکلۍ وکړ او ویې ویل: «ددې شرکت فعالیت د باکیفیته لبنیاتو د چمتو کولو په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي، دغه راز سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي او د خلکو د اقتصاد په ښه کولو کې هم مرسته کوي، ډاډ ورکوم، چې په ټول توان سره له خصوصي سکټور څخه ملاتړ کوو، ورته پانګونو ته په کتو هیله ده، چې په راتلونکو څو کلونو کې د بهرنیو هېوادونو له احتیاجه خلاص شو، اسلامي امارت خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې کار کوي، د امارت کارونه به تر راتلونکو پنځوکلونو نتیجه ورکړي، او وروسته به له بهرني وارداتو خلاصېږو.»
‎یاد شرکت د خصوصي سکټور په نږدې ۷ میلونه ډالره پانګونه په ۳ جریبه ځمکه کې رغول شوې ده.
‎ددې شرکت په پرانیست غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال، د پلچرخي د صنعتي پارکونو رییس عبدالجبار صافی او د یاد شرکت مسوول سید احمد په خپلو خبرو کې ټینګار وکړل چې افغانستان سیاسي خپلواکۍ ته رسېدلی دی او دا فعالیتونه کولای شي، چې افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته ورسوي.
‎د اسد وصال د لبنیاتو شرکت د پروسس، تولید، بسته بندۍ او شېډو پلور ټول امکانات لري یاد شرکت د ورځې اووه زره پاکټه شېدې تولیدوي او نږدې ۱۰۰ کسان په کې په کار بوخت دي.

‎افتتاح شرکت لبنیات اسد وصال

‎مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در محفل افتتاح شرکت لبنیات اسد وصال در پارک‌های صنعتی کابل اشتراک کرده و اطمینان داد همکاری با سکتور خصوصی را سپرد.
‎مولوی صدراعظم از آغاز به کار این شرکت در بخش تولید لبنیات استقبال کرده گفت:" فعالیت این شرکت می‌تواند در تهیه لبنیات باکیفیت موثر باشد، همچنان زمینه مصروفیت برای صدها تن را مساعد می‌کند و در بهبود اقتصاد مردم نیز کمک می‌کند، اطمینان می‌دهیم که با سکتور خصوصی با همه امکانات همکاری می‌کنیم، با توجه به این سرمایه‌گذاری‌ها امید است که در چند سال آینده از  محتاجیت به کشورهای بیرونی خلاص شویم، امارت اسلامی برای خدمت به مردم کار می‌کند، کارهای امارت تا پنج سال آینده نتیجه خواهد و پس از آن از واردات بیرونی خلاص خواهیم شد".
‎این شرکت به هزینه  ۷ میلیون دالر سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی در مساحت ۳ جریب زمین ساخته‌شده‌است.
‎در محفل افتتاح این شرکت لبنیات قدرت الله‌جمال معین وزارت تجارت و صنعت،  عبدالجبار صافی رئیس پارک‌های صنعتی پلچرخی و سید احمد مسوول شرکت نامبرده صحبت نموده تاکید کردند که افغانستان به استقلال سیاسی رسیده و این فعالیت‌ها می‌تواند افغانستان را به استقلال اقتصادی هم برساند.
‎شرکت لبنیات اسد وصال دارای تمامی امکانات پروسس، تولید، بسته بندی و فروش شیر را دارا می‌باشد این شرکت روزانه هفت هزار پاکت شیر تولید می‌کند و نزدیک به ۱۰۰ تن در آن مصروف کار می‌باشند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS