دکابل په یوشمېر ولسوالیو کې کرنیزې پروژې پلي کېږي

user-admin
Tue, Oct 11 2022 11:43 AM
دکابل په یوشمېر ولسوالیو کې کرنیزې پروژې پلي کېږي


۱۹ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې (NAC) استازي سره د خپل کار په دفتر کې ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د اوبولګلوو کانالونو او کورنیو باغچو جوړولو پروژو په هکله خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې استازی وویل: «موږ په نورو ولایتونو کې هم ټولګتې پروژې پلي کوو، د کابل په ولایت کې هم غواړو چې مېرمنو لپآره د کورنیو باغچو او د اوبولګولو د کانالونو جوړولو په برخه کې پروژې پلي کړو.»
د هغه په خبره د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په پام کې لري، چې د کابل ولایت په سروبي، استالف، پغمان، شکردرې، بګرامي او چهار آسیاب ولسوالیو کې د څه باندې ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کورنیو باغچو او اوبولګولو کانالونو په برخه کې پروژې پلي کړي.
ددغو پروژ په ترڅ کې نږدې ۲۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS