د PIN مؤسسه په د میدان وردګو ولایت کې سېلاب ځپلو سره مرسته کوی

user-admin
Sat, Sep 17 2022 3:38 PM
د PIN مؤسسه په د میدان وردګو ولایت کې سېلاب ځپلو سره مرسته کوی


۲۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریس مولوی عبدالجبار خالد د PIN مؤسسې د مرکزي دفتر استازې ډاکټر سیما جاوید او ورسره راغلي پلاوي د میدان وردګ ولایت له والي الحاج محمد امین عمري سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو او  پروژو پلې کېدو ژمنې وکړې.
د یادې مؤسسې استازې وویل: «موږ په جغتو او سیداباد ولسوالیو کې په بېلابېلو برخو کې پنځه پروژې تر کار لاندې لرو او په پلان کې لرو، چې  د ولایت په کچه د سېلابونو او جګړو له کبله زیانمنو کورنیو ته د کورونو جوړولو ترڅنګ د کانالونو، ویالو او کاریزونو د پاکولو پروژې پلې کړو».
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس مولوی عبدالجبار خالد د اوبولګولو په برخه کې، د پروژو په تړاو راغلی پلاوی ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ورستیو سېلابونو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه کې ددې ولایت وګړو ته په زیاته پیمانه مالي تاوانونه اړولي دي او د یادو سېلاب ځپلو کورنیو لاس نیوی پکار دی .
دغه راز د میدان وردګو ولایت والي الحاج محمد امین عمري د PIN مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: «د دې ولایت خلکو له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او وروستیو سېلابونو په دغه ولایت کې ډېر ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي، چې ډېرو مرستو، استنادي دېوالونو او ذخیره وي بندونو جوړولو ته په ټولو ولسوالیو کې اړتیا ده.»
په ورته وخت کې د ولایت مرستیال شیخ شیراحمد حقاني د مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل د یادو پروژو د پلې کېدو سروې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي، کرنې، کډوالو چارو، سیندیزې حوزې، کلیو بیارغونې او پراختیا ریاستونو سره په همغږۍ ترسره کړي ترڅو په هغوسیمو کې، چې دغو پروژو ته اړتیا ده په ښه توګه پلې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS