کونړ کې پر یوشمېر مالدارانو او بزګرانو مرستې ووېشل شوې
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «AWRO» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز اسعداباد په ۱۵۰ مالدارانو او بزګرانو مرستې وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه بوس، ۱۰۰ کیلوکونجاړه، د سبو څلور ډوله تخمونه او کرنیز توکي لکه بېلچه، کوداله او پنج غاښې ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ او د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
