د لغمان دکرنې ریاست: د حکیم اباد کانال د پاک کارۍ او بیارغونې چارې پیل شوې

user-admin
Sun, Sep 11 2022 2:28 PM
د لغمان دکرنې ریاست: د حکیم اباد کانال د پاک کارۍ او بیارغونې چارې پیل شوې


۲۰ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د حکیم اباد کانال د پاک کارۍ او بیارغونې چارې د کار په بدل کې د خوړو پروګرام له لارې پیل شوي دي.
دغه کانال چې اوږدوالی یې، نږدې ۵ کیلومتره او پراخوالی یې ۲.۵ مترو ته رسېږي د پاک کارۍ او بیارغونې چارې یې د خوړو په بدل کې د کار پروګرام له لارې ترسره کېږي.
یاد کانال د وروستیو بارانونو او سېلابونو له وجې سخت زیانمن شوې وه، چې نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکه یې د خړوبېدو له ستونزې سره مخ کړی دی.
ددې کانال په پاک کارۍ او بیارغونه کې نږدې ۴۰ کسانو ته د لنډمهال لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
د لغمان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د بزګرانو او مالدارنو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS