د IRC مؤسسې چارواکو سره د پکتیا د کرنې رياست سرپرست ناسته
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس احسان الله احسان د همکارې برنامې (IRC)سره دهمغږۍ او راتلونکو کړنو په اړه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې ښاعلي احسان الله د IRC برنامې مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی د دغه ډول کړنو چې په راتلونکي کې به د یاد ریاست سره په همغږۍ پیل شي خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې څومره زر وي د یادو فعالیتونو لومړني او مقادماتي کارونه پيل کړي.
ښاغلي احسان دوی ته په ډاډ سره د کرنې رياست د بشپړې همکارۍ د ژمنې ترڅنګ وويل، چې کوښښ وکړي ترڅو ولسونو ته د کرنې په برخه کې با ارزښته پروژې پلې کړي.
ورپسې د همکارې برنامې مسؤ لینو په خپل وار د کرنې ریاست سره د کرنې په برخه کې د خپلې برنامې او راتلونکو فعالیتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
