د پکتيا دکرنې رياست:افغانستان لپاره د ناروې کمېټه په دې ولايت کې پروژې پلي کوی

user-admin
Tue, Aug 16 2022 3:57 PM
د پکتيا دکرنې رياست:افغانستان لپاره د ناروې کمېټه  په دې ولايت کې پروژې پلي کوی


۲۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د افغانستان لپاره د ناروې کميټې غړو د کرنې رييس ښاغلي الحاج مولوي عبدالرؤف سعيد سره په ليدنه کې په پکتيا ولايت کې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه مفصل معلومات شريک کړل.
د يادې کميټې ولايتي مسؤل په خپلو خبرو کې وويل په پلان کې لري، چې سږ کال د پکتيا ولايت په مختلفو ولسواليو کې بزګرانو ته ۷۸۰۰ د غنمو اصلاح شوي تخم له سپينې او تورې سرې سره توزيع، ۲۸۰۰ مېرمنو ته د کورنيو باغچو د جوړولو په موخه د تخمونه تخمونه وویشي، ۵۸۸ کورنيو ته د چرګانو فارمونه جوړ او ۲۶۵۴ بزګرانو ته د قوريې جوړونې وسايل ووېشي.
د کرنې رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالرؤف سعيد په خپلو خبرو کې، دوی ته د هر راز همکارۍ د ژمنې ترڅنګ وويل چې کوښښ وکړي، په سروې کې هغه څوک انتخاب کړي، چې د سېلابونو او د Lumpy Skin ويروسي ناروغۍ څخه زيانمن شوي.

د يادولو وړ ده، چې ياده کمېټه به په نږدې ورځو کې د سروې عملي چارې هم پيل کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS