دکابل د فتحې په مناسبت د ا.ا.ا د کرنې وزیر د مبارکۍ پیغام!

user-admin
Mon, Aug 15 2022 9:48 AM
دکابل د فتحې په مناسبت د ا.ا.ا د کرنې وزیر د مبارکۍ پیغام!

 

دروان ۱۴۰۱ هجري لمریز کال دزمري ۲۴ مه، چې د ۱۴۴۴ ه‍.ق کال د محرم الحرام  میاشتې له ۱۷ نېتې سره برابره ده؛ د افغانستان پلازمېنه دکابل دفتحې له لومړی کلیزې سره سمون خوري؛ له دې ورځې څخه پوره یو کال وړاندې د۱۴۰۰ هجري لمریز کال د اسد دمیاشتې په۲۴ مه نېټه کابل فتحه او کبرجن يرغلګر ځواکونه دافغانانو د برحقه جهاد پر  وړاندې تر هغه وروسته په ګونډو شو چې، څه باندې شلو کالو څخه په راپيل شویو پټو او ښکاره دسیسه بازیو، مداخلو او مخامخ پوځي یرغلونو یې له هراړخیزې ماتې او شرمندګۍ پرته هیڅ هم ترلاسه نکړل.
دافغانستان داسلامي امارت دکرنې وزیر په توګه ددغې سترې ورځې د رارسېدو په مناسبت دهېواد دټول مؤمن ولس، دحق دلارې مجاهدینو او داسلام او خپلواکۍ په مینه دمتأثر شویو وګړو، معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته دزړه له اخلاصه مبارکي وایم.
افغانستان د تاریخ له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی. د وطن ساتنې په سلګونو معرکو کې یې، بری موندلی او له ډېرو سرښندنو وروسته د یوه سیال او خپلواک ملت په حیث ژوند کوو. دا ورځ زموږ د زرین تاریخ هغه مقدسه ورځ ده، چې موږ پکې د ازادۍ د احساس تر څنګ د خپلواکۍ د لارې د شهیدانو یاد لمانځو او د دې هېواد د هر اړخیزې خپلواکۍ ساتلو تعهد کوو.
له فرصت څخه په استفادې افغان ولس ته ډاډ ورکوم، چې د ملي خپلواکۍ او ملي ګټو د ساتنې او له هره اړخه په خپلو پښو د درېدو لپاره به زموږ مبارزه په لا ډېر قوت او مؤثریت دوام ولري.
د زمري ۲۴ مه د افغانستان په تاریخ کې هغه ویاړلي او نه هېرېدونکي ورځ ده، چې افغان باشهامته ولس په پراخو قربانیو لاسته راوړي او په تش لاس، خو غښتلي ایماني او هېوادني عزم یې د وخت له یرغلګرو او استعمارګرو ته ماته ورکړه.
زه يو ځل بيا ټولو هېوادوالو ته دکابل د فتحې مبارکي وايم او په هېوادوالو غږ کوم، چې دخپلو وياړونو او تاريخي ورځو دژوندي ساتلو دود خپل کړي او خپل راتلوونکی روښانه تاريخ دتېرو تجربو څخه په زده کړه جوړ کړي.
ژوندی دې وي افغانستان
سرلوړې دې وی افغان مجاهد او باتور ولس
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير 
مولوی عبدالرحمن راشد

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS