کونړ ته د کرنې وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ د ګډ پلاوی سفر

user-admin
Sat, Aug 13 2022 11:51 AM
کونړ ته د کرنې وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ د ګډ پلاوی سفر


۲۲ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدر اعظم په مشرۍ ګډ پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د کونړ له والي مولوي احمد طه، مرستیال والي عبدالله حقـاني، امنیه قومندان عبدالحق حقاني، د کرنې رییس مولوي عزت الله هدایت، سوداګرو او یو شمېر نورو مسوولینو سره د ناستې په ترڅ کې د ځنګل وهلو مخنیوي او په ټاکلې موده کې د ځنګلي سیمو د پخوانیو وهل شویو لرګیو لېږد په تړاو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، مولوي صدر اعظم وویل: «ځنګلونه ملي شتمني ده او د ساتنې لپاره یې هر اړخیزې هڅې کوو». 
ښاغلی صدراعظم وویل، چې د سوداګرو غوښتنو او د دوی د ستونزو اوارولو په موخه د ریاست الوزرا مقام له خوا د ترحم له مخې سوداګرو ته په مالیه کې تخفیق شوی او دوی مکلف دي، چې ټاکلیو پاتې پنځه پنځوس ورځو کې خپل لرګي د کونړ مرکز او یا دهېواد نورو ولایتونو ته ولېږدوي. 
په همدې حال کې، د کونړ والي مولوي احمد طه د ځنګلونو د ساتنې او د صنعت ودې او پراختیا په اړه د څرګندونو ترڅنګ له سوداګرو وغوښتل، چې د ا.ا مشرانو له دغه ترحم څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او هغه وهل شوي لرګي چې دوی پرې پانګونه کړې د طرزالعمل سره سم مرکزي سیمو او یا له کونړ څخه نورو ولایتونو ته ولېږدوی، دا پرېکړه حتمي او بیا په راتلونکې کې د شکایت حق نه لري.
نوموړي راغلي پلاوي ته هم ډاډ ورکړ چې د ا.ا د پالیسۍ، پرېکړو تطبیق او د خلکو ستونزو اوارولو په موخه به په دې ولایت کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز د ننګرهار ولایت د کانال رییس او د یاد کمېسیون ویاند مولوي غلام رحمان وویل، ځنګلونه سلطاني او ملي شتمني ده، د دې لپاره چې ملي شتمني خوندي او ملت ته ترې ګټه ورسېږي، ا.ا د ځنګل وهلو مخنوي او د خلکو پانګې ضایع کېدو په موخه سوداګرو ته ټاکلی وخت ورکړی، چې وهل شوي لرګي انتقال او ځنګل وهلو ته پلمه پاتې نشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS