د سوېل ختیځو ولایتونو د زیانمنو خلکو ستونزو ته د رسېدنې په پار هلې ځلې
۱ زمری ۱۴۰۱ ه.ش
۲۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد دیوې غونډې په ترڅ کې د پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو د کرنې رییسانو او یوشمېر کارکوونکو سره په یادو ولایتونوکې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو خلکو او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې سرپرست وزیر حاضرینو ته وویل: «د اسلامي امارت د رهبرۍ هدایت دی، چې د سېلابونو او زلزلې له امله دیادو ولایتونو زیانمن خلک دې مشخص شي، ترڅو له دوی سره د همکارۍ او مرستې په پار اړین ګامونه و چت شي، دا ستاسو دنده ده، چې د مالدارانو، بزګرانو او بڼوالو د کورنیو او کسانو هویت تثبیت کړئ، له دوی سره د مرستې په پار کمېسیون جوړ شوی دی، ترڅو له یادو کورنیو سره مرستې او همکاري وکړي.»
دغه راز په دې غونډه کې، چې دکرنې وزارت د مقام په دفتر کې دائره شوې وه، او دکرنې وزارت د مقام د دفتر او د اطلاعاتو رییسانو هم په کې حضور دلود د ځنګلونو پر ساتنې او خوندیتوب هم خبرې وشوې.
