ننګرهار: پر ۶۲۸ تنو کاریګرو غنم ووېشل شول
۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اوبو تنظیم او ضایعاتو مخنیوي، د سړکونو د بیارغونې او خلکو ته دکار زمینه برابرولو په موخه ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کانالونو، ویالې، لښتیویو او کاریزونو پاکولو په پار دکار په بدل کې د غنمو دوېش پروژې له لارې ګڼې پروژې پلي شوي دي.
د چارواکو وپه خبره د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالی په بېلابېلو برخو کې 185 کیلو متره لویې او فرعي ویالو د پاکولو او همداراز ۲۵ کيلومتره سړک دهوارولو په بدل کې ۶۲۸ تنو کاریګرانو ته خوراکې غنم وویشل شول.
د یاد ولسوالی د مسؤلینو په وینا چې وخت پر وخت د یادو پروژو څخه څارنه کول ځايي اوسیدونکې د پروژو د تطبیق څخه خوښ دي او د ورته پروژو د پلي کولو غوښتونکي دي.
دوی یاده برنامه ډېره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې غریبو خلکوم ته ددې برنامې په پېلېدو سره په کلېو او ولسوالیو کې دکانالونو، کاریزونو، ویالې او لښتیو په پاکولو سره د کار زمینه برابره شوې ده.
