خوست کې د اوبولګولو ورخونه او استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه.ش
۱۹ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مرکز اړوند د ګډاخارې کلي ورخونه او استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خوست د کرنې ریاست وایي، چې د ګداخارې کلي ورخونه او استنادي دېوال د «ADA» همکارې مؤسسې په همکارۍ د ۴۲۲ زره او ۵۳۸ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي، چې د یاد کلي ۹۰۰ جریبه ځمکه ترې خوړوبېږي.
د اوبولګولو یاد ورخونه او استنادي دېوال په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې لسګونه کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.
ددغو ورخونو او استنادي دېوال د جوړولو موخه د اوبو مدیریت، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی او د کرنیزې ځمکو خوندي کول دي.
