پکتیکا ته د کرنې وزارت د مسلکي مرستیال سفر

user-admin
Sun, Jul 17 2022 1:25 PM
پکتیکا ته د کرنې وزارت د مسلکي مرستیال سفر


۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱۸ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب او کارکوونکو وسره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د پکتیکا دکرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب دیاد ولایت د امارتي ځمکو، د بزګرانو، مالدارانو او دکرنې او مالدارۍ سکټور اړونده ستونزې د کرنې وزارت مسلکي مرستیال سره شریک کړل.
په همدې حال کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د یاد ولایت دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د شته ستونزو د هوارولو د ژمنې ترڅنګ وویل، چې د پلان مطابق به سږکال د پکتیکا په ولایت کې ډېرې برنامې پلي شي. مولوی صدراعظم وویل: «د بزګرانو او مالدارانو ستونزو او دکرنې ریاست وړاندیزونو ته په کتو به ګټورې پروژې پلي شي.»
دکرنې وزارت مسلکي مرستیال دپکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ سکټور د ستونزو د اروزنې او هوارولو په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS