لغمان کې د همکارو مؤسسو له لارې د فعالیتونو د پراختیا په پار هڅې

user-admin
Tue, Jul 05 2022 8:15 PM
لغمان کې د همکارو مؤسسو له لارې د فعالیتونو د پراختیا په پار هڅې


۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۶ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغماند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، یاد ریاست په پام کې لري، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د همکارو مؤسساتو له لارې فعالیتونه پراخه کړي.
 په همدی موخه يې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې لوی رییس ریچارډ ټنچر، د ختیځ زون لپاره د یاد دفتر مشر ښاغلي خوشحال اصفي او د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې «FGA» مسوول سره د لغمان ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې او ننګونې شریکې کړې.
دغه ناسته چې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند د حاجي صاحبانو د کلي په دېره کې جوړه شوې وه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» رییس ریچارډ ټنچر، د ختیځ زون لپاره د یاد دفتر مشر خوشحال اصفي او د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې «FGA» مسوول ترڅنګ د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن، د علیشنګ ولسوالی ولسوال، د یادې ولسوالی قومي مشرانو، بزګرانو، مالدارانو او د افغانستان د راتلونکونسلونو مؤسسې چارواکو کړي وو. 
د غونډې په پیل کې د یادې ولسوالی یو تن قومي مشر خپلې ستونزې او مشکلات له ګډونوالو سره شریک کړل.
ورپسې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د ختیځ زون مسوول خوشحال اصفي خبرې وکړې، هغه په خپلو خبرو کې د لغمان دکرنې ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره، په لغمان ولایت کې د بزګرانو اومالدارانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټنچر په خپلو خبرو کې وویل: «خوښ یم، چې د لغمان ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار د دوی په څنګ کې یم». هغه زیاته کړه، چې «FAO» یوه تخنیکي اداره ده، چې له ۶۰ کالو را په دېخوا په افغانستان کې فعالیتونه تر سره کوي.
هغه د اسلامي امارت له چارواکو څخه هم مننه وکړه، چې په خپله برخه کې د دوی د پروګرامونو حمایت او ملاتړ کوي. 
هغه وویل: «غواړم پوه شم چې زموږ پروګرامونو کې کومې ستونزې او نیمګړتیاوې شتون لري، چې د اصلاح لپاره یې په ګډه کار وکړو. پوهېږم، چې دلته جګړې تېر شوي دي، وچکالي ده، نړیوال بندیزونه دي، او اقتصادي فعالیتونه په ټپه ولاړ دي، خلک حتما له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، بزګران او مالداران هم متضرره شوي دي، غواړم چې ښه حمایت او ملاتړ یې ووشي، پدې برخه کې به موږ دکرنې له ریاست سره اوږه په اوږه د ستونزو د حل لپاره کار کوو». 
د افغانستان لپاره د «FAO» مشر دغه راز د اصلاح شوو تخمونو، حیواني خوراکي توکو وېش، کورنیو باغچو ایجاد او د ناروغیو او افاتو د مخنیوی په برخه کې د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ. 
ورپسې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن خبرې وکړې، هغه په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ترسره شوو فعالیتونو څخه  مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د بزګرانو او مالدارانو ستونزې او مشکلات زیات دي لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده. د عاجلو مرستو ترڅنګ یې په ولایت کې د اوږدمهاله پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه ترڅو د خلکو اقتصاد په پښو ودریږي، د شلټک ډاک 1000 هکتاره او د بادپښ 400 هکتاره دښتې کرنیزې کول یې اړینه وبلله او پدې برخه کې یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS