د FAO ادارې مشر د ننګرهار والي سره په کتنه کې ددې ولایت د کرنيز سکټور پر پياوړتيا خبرې وکړې

mail-admin
Mon, Jul 04 2022 1:33 PM
د FAO ادارې مشر د ننګرهار والي سره په کتنه کې ددې ولایت د کرنيز سکټور پر پياوړتيا خبرې وکړې


۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۵ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې «FAO» عمومي مشر ريچرډ ټرينچر سره، د دې ولايت د کرنيز سکټور د پياوړتيا په موخه وليدل په دې غونډه کې چې د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد هم شتون در لود د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې يو شمېر وړانديزونه شريک شول.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې «FAO» له عمومي رییس څخه په دې ولايت کې د تر سره شویو خدمتونو له امله مننه وکړه او د لا ښه فعالیت په موخه يې د امنيت او خونديتوب ډاډ ورکړ.
نوموړی وويل، چې ننګرهار د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ لپاره ښه اقليم لري او غوښتنه يې وکړه، ترڅو په دې ولايت کې يادو برخو کې لازمې پروژې پلي شي.
هغه همدا راز د اوبو بندونو جوړولو، د اوبو طبیعي زېرمو ترميمولو، بزګرانو سره د مرستو او په اړونده برخه کې نورې غوښتنې هم وکړې.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د طبیعي زېرمو مديريت او پياوړتيا، چک ډيمونو، چرګانونو فارمونو او څېړنيز فارم جوړولو او پراختيا کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.
نوموړي همدا راز د اوبو مدیريت په موخه د یو شمېر پروژو د پلي کېدو وړانديز هم وکړ او مسئولینو ته يې د لا ښې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې غونډه کې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې «FAO» عمومي مشر ريچرډ ټرينچر له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې تر بل هر وخت په ښار او ولسواليو کې يې ښه امنيتي فضاء برابره کړې او زياته يې کړه چې دوی به لرو پرتو سيمو ته لازمه پاملرنه وکړي.
ريچرډ وويل، چې دوی به د نړيوال بانک په مرسته په دې ولايت کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، خوړو او د کرنې له لارې اقتصادي پرمختګ ته کار وکړي.
د FAO ادارې مشر همدا راز وويل، چې دوی په ننګرهار کې ۵۰ زره کسانو سره مرسته کړې او دا شمېر به دوه سوه زرو ته لوړ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS