لغمان کې پر یوشمېر بېوزله کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, Jul 04 2022 1:19 PM
لغمان کې پر یوشمېر بېوزله کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې


۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۵ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د «AHF» صندوق په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکاري ددې ولایت د الینګار ولسوالی پر۵۵۰ بېوزله کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د الینګار ولسوالی هغو ۵۵۰ بېوزله کورنیو ته، چې د ژوند لومړني اړتیاوې یې نشو پوره کولی او هغه کورنۍ چې داخلي بې ځايه کېدنې،جنګ، کرونا او طبیعي افتونوله امله زیات زیانمن شوې ول هرې کورنۍ ته ۷۰۲۷افغانۍ چې  د 80$ ډالرو معادل کېږي د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د لغمان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ چارواکي وویل، چې دلغمان ولسونه د نورو ولایتونو په پرتله زیات مصیبتونو متضرره کړي دي او ډېرو مرستو ته اړتیالري، دوی زیاته کړه چې د کرنې ریاست تل  د مؤسساتو دمرستو په جلبولو کې هڅه کوي چې د مرستندویو مؤسسو داسې نورې مرستې تر خلکو ورسوي، د لغمان ولسونه دفقراو اقتصادي ستونزوڅخه خلاص شي.
د یادولو وړده، چې د یادې مؤسسې له خوا 550 کورنیو ته په الینګار ولسوالی کې توزیع ترسره شوې وه او دایي دویم پړاو دی.
په ټوله کې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ ددې ولایت په الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ۱۹۸۳ کورنۍ په دوو پړاوونو کې له دغو مرستو برخمن کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS