پکتیا، منډه هېر سیمه کې د سیلانیانو اړتیاوو برابرولو په پارهلې ځلې

mail-admin
Sun, Jul 03 2022 3:58 PM
پکتیا، منډه هېر سیمه کې د سیلانیانو اړتیاوو برابرولو په پارهلې ځلې


۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ولایت په منډ هېر سیمه کې سیلانیانو لپاره د لومړنیو اړتیاوو برابرولو په پار مشورتي غونډه وکړه. دغه غونډه چې د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید په مشرۍ جوړه شوې وه د کرنې، چاپېريال ساتنې، ښاروالۍ، پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور او اراضي رياستونو مسولينو په کې ګډون کړی وو.
په ياده عونډه کې د ګډونوالو له لورې په ياده سيمه کې د سیلانیانو په لومړنيو اړتياوو مفصل بحثونه ترسره او د يادې سيمې د ساتنې، بيارغونې، مدیریت، د سیلانیانو د تنظيم او د خطرونو د‌ مخنيوي په موخه هر اړخيز نظرونه هم شريک شول.
په دې ناسته کې دغه راز، د پارک جوړونې لپاره د شته امکاناتو او سرچینو په اړه هم خبرې اترې وشوې او په ياده برخه کې د خصوصي سکتور د کار او فعاليت په اړه هم نظرونه تبادله شول.
په ياده ناسته کې د ګډونوالو له لورې د قرارداد ګټوونکي شرکت د چارو په تنظیم او د هغوی د کړنو پر څارنې مفصلې سلا مشورې شريکې شوې، ترڅو د قرارداد له مخې د سيمې سیلانیانو ته لازمې اړتياوې برابرې شي.
د يادولو وړ ده، چې ياده سيمه د لنډې مودې لپاره په قرارداد ورکړل شوې، ترڅو په سيمه کې سیلانیانو ته لومړنۍ اړتياوې برابرې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS