د پکتیکا سروبي ولسوالی کې طبیعي پېښې ځنګلونو او د بڼوالۍ محصولاتو ته زیانونه اړولي

mail-admin
Wed, Jun 29 2022 9:54 AM
د پکتیکا سروبي ولسوالی کې طبیعي پېښې ځنګلونو او د بڼوالۍ محصولاتو ته زیانونه اړولي


۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سروبي په ولسوالی کې د طبيعي پېښو له وجې ځنکلونو او د بڼوالۍ محصولاتو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.
د دوی په خبره په دې ولسوالی کې د اسماني تندر له وجې د جلغوزیو څه باندې ۴۰ غټې ونې له منځه تللي دي.
د پکتیکا دکرنې ریاست ددې پېښې د ارزونې په پار یاده سیمه تې د سروبي ولسوالی د کرنې مدیر مولوی سلطان محمد ثاقب په مشرۍ یو باصلاحیته پلاوی لېږلی دی، چې سیمه له نږدې سروې او له قومي مشرانو سره د ځنګلونو د خوندي کولو او پراختیا په پار خبرې وکړې.
د یادونې وړه ده، چې موده مخکې په یاده ولسوالی کې د ږلۍ له وجې نږدې ۳۵۰ جریبه د بڼوالۍ محصولات هم له منځه تللي دي. 
د پکتیکا دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو بڼوالو سره د مرستې او همکاریو زمینه برابره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS