د خوست او پکتيکا په ولايتونو کې زيانمنو سره دکرنې وزارت مرسته
۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ه.ش
۲۴ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عبد الرحمن راشد او ورسره مل پلاوی، د خوست او پکتيکا په ولايتونو کې زلزلې ځپلو ته د مرستې رسونې په پار يادو ولايتونو ته سفر وکړ.
د کرنې وزارت سرپرست په خوست او پکتيکا ولايتونو کې زلزلې ځپلو سره د مرستې په پار له يوه انداز خوراکي او اړينو توکو او کاري ټيم سره ساحې ته تللي دي او په زيانمنو ولايتونو کې د کرنې وزارت ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه کړی، چې د وروستي پېښې زيانمونو سره له شته امکاناتو څخه په استفادې سره اړينې مرستې وکړي.
