ننګرهار: پر ۸۰۰ تنو کاریګرانو غنم ووېشل شول

user-admin
Wed, Jun 22 2022 3:41 PM
ننګرهار: پر ۸۰۰ تنو کاریګرانو غنم ووېشل شول


۱ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۳ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اوبو تنظیم او ضایعاتو مخنیوي، د سړکونو د بیارغونې او خلکو ته دکار زمینه برابرولو په موخه ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کانالونو، ویالې، لښتیویو او کاریزونو پاکولو په پار دکار په بدل کې د غنمو دوېش پروژې له لارې ګڼې پروژې پلي شوي دي.
د چارواکو وپه خبره د ننګرهار ولايت د لعلپور او نیازیانو ولسوالیو کې د کار په بدل کی د غنمو د ورکړې پروژې له لارې د ۲۶ کیلومتره سرک د جوړونې او ۱۷ کیلو متره ویالو او کانالونو د پاکولو په بدل کې ۸۰۰ تنو کاریګرانو ته ۱۲۰،۵ مټریک ټنه خوراکې غنم وویشل شول.  د یادو ولسوالیو د مسؤلینو په وینا چې وخت پر وخت د یادو پروژو څخه څارنه کول ځايي اوسیدونکې د پروژو د تطبیق څخه خوښ دي او د ورته پروژو د پلي کولو غوښتونکي دي.
دوی یاده برنامه ډېره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې غریبو خلکوم ته ددې برنامې په پېلېدو سره په کلېو او ولسوالیو کې دکانالونو، کاریزونو، ویالې او لښتیو په پاکولو سره د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار د ښار د ناحیو په ګډون په اچین، حصارک، بهسود او بټي کوټ ولسوالیو کې هم ورته پروژي جریان لري او په راتلوونکې کې به نورو ولسوالیو کې هم پیل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS