د ذخایرو د ساتنې او توزیع ریاست

mail-admin

د .ا.ا د فتحې وروسته د ذخایرو د ساتنې او توزیع په برخه کې عمده کارونه او لاسته راوړنې

  • په سیلوګانو او ذخایرو کې چی د هندوستان مرسته شوي ۶۶۷۵۶.۴۶  ټنه غنم موجود وه د د ریس الوزا لوړ مقام د حکم پر اساس په ۳۴ ولایتونو کې د کار په بدل کې وویشل شول.
  • د پورتنیو موجودو غنمو د توزیع څخه مخکې د ملي پراختیا شرکت سره په ګډه د کار په بدل کې د غنمو د ویشلو کړندلاره (طرزالعمل ) ترتیب او د ریاست الوزرا لوړ مقام د منظورئ څخه وروسته ۳۴ ولایتونو ته ولیږل شو.
  •  د پاکستان ۵۰ زره ژمنه شویو غنمو له جملې څخه ۶۱۹۵.۳۵۸ ټنه هیواد را وارد شول د دغو غنمو د ساتلو پیسي هم مرکزی سیلو ته انتقال شوې .
  •  په سیلوګانو کې د  غنمو د ساتلو د باقیداری جدول د وزارت د بودجه محترمې کاري کمیټه ته لیږل شوئ.
  • د پاکستاني ۱۵۹ لاریو غنمو چې د تورخم او سپین بولدک له لارو هیواد ته راغلي وه د معافیت چارو لمړی پړاوه فی لاری ۲۰۰۰ افغانئ د مالیی وزارت معافیت آمریت اکونټ ته انقال شوې او دویم پړاو د اظهارنامو اکترونیکي فیس فی لارئ ۴۰۰ افغانی د تورخم ، ننګرهار ګمرک ریاست  او سپین بولدک او کندهار ګمرک ریاست کې طی مراحل او تعرفی یی مالی محترم ریاست ته لیږل شوي دی.
    •  د پاکستاني مرسته شویو غنمو له جملې څخه ۱۵۲۸.۴۲۸ ټنه په کندهار ولایت کې زیرمه شوي وه چې د نوموړي ولایت د والي صاحب په هدایت ویشل شوي دي .
  • د فتحی وروسته چې ۴۲۶۴.۵۳۸ ټنه پاکستانی غنم مرکزی سیلو ته راغلی وه د ریاست الوزا د حکم له مخي وویشل شول .
    • پخواني د هندوستان مرسته شوي ۷۰۷.۲۴ ټنه نخود چې په مرکزی سیلو کې زیرمه وه د پروسس وروسته په دال تبدیل او د اقتصادي کمیسیون د هدایت سره سم وویشل شول.
    • د غنمو د ستاتنې د لګښتونو په برخه کې د مرکز سیلو سره چې کوم اختلاف نظر وه پدې هکله په مرکزی سیلو، د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت ، د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي او د کرني وزارت د مالی او اداری چارو معین صاحب تر مشری لاندي په دغه معینیت کې بیلابیلی جلسی ونیول شوي چې په ځینو جلسو کې د اقتصاد وزارت  د معین صاحب او د دولتي شرکتونو عمومی ریاست ریس صاحب هم ګډون کړئ وه ستونزه تر یوه حده حل شوه فیصله وشوه مګر تر اوسه د مرکزی سیلو ریس صیب د فیصلو په پای کې خپل لاسلیک نده کړئ. کله چې فیصله لاسلیک شي د غنمو ساتلو طرزالعمل چمتو شوئ او نهایی به شی .
    • د روان کال د بودجه د ترتیب پر محال هم د ۵۰ زره ټنه غنمو د خریدارئ موضوع مالي محترم وزارت ته یی کانسپت نوټ او پلان لیږل شوئ دئ.
    •  د ۵۰ زره ټنوغنمو خریداري موضوع  د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت کې څو ځله په مجلسونو کي د دغه ریاست له استازی لخوا یاده شوي بیا وروسته مکتوب هم لیږل شوئ چې د کمیسیون په اجنډا کې د دغه محترم معاونیت لخوا نیول شوې ده .
    • د غنمو د خریدائ ګړندلاره (طرزالعمل ) ترتیب شوئ دئ. چې کاپیی یې ددې اسنادو سره ضمیمه ده هیله ده چې همزمان منظور شي.
    •  د تاریخ تیر شویو موادو له منځه وړلو په پروسه کې د دغه ریاست د پلاوي کډون د نورو ګډو پلاوو سره .
    •  د ریاست الوزرا لوړ مقام ګڼه  ۲۳۳۰ او ۱۴۴۴/۷/۱۳ نیټی حکم په اساس د ګډ هیئت سره د دغه ریاست پلاوی تلل د کندز سپین زر دولتی شرکت د پورونو او سهم دارانو د تثبیت په موخه او د ګذارش ترتیبول او لیږل د ریاست الوزرا لوړ مقام ته .