غزني ولایت کې د ناروې کمېټې، خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي مرسته د اصلاح شويو تخمونو ویش پیل شو
۲۰ لړم، ۱۴۰۰ ه.ش
۵ ربیع الثاني ۱۴۴۳هـ.ق
د غزني ولایت په قرباغ او مقر ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې لخوا او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي مرسته ۲۶۰۰ اړمنو بزګرانو ته په وړیا توګه د اصلاح شويو تخمونو ویش پیل شوو.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په وینا، د اصلاح شویو تخمونو د ویش لړۍ د غزني ولایت د کرنې ریاست سره په همغږۍ جریان لري او له سروي وروسته به د اصلاح شویو تخمونو د ویش لړۍ په اب بند، ګیرو، زنخان، واغز او اندړو ولسوالیو کې هم پیل شي.
