ترکیې د غنمو سل مټریک ټنه اصلاح شوې تخم د کرنې وزارت ته وسپاره

user-admin
Tue, Nov 09 2021 6:00 PM
ترکیې د غنمو سل مټریک ټنه اصلاح شوې تخم د کرنې وزارت ته وسپاره


۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۳ه.ق
۱۸ لړم ۱۴۰۰ ه.ش
د ترکیې هېواد د بشر دوستانه مرستو بنسټ (IHH) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره د غنمو سل مټریک ټنه اصلاح شوې تخمونو مرسته وکړه، چې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کرنې وزارت مشرتابه ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې، چې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې د یادو غنمو د اخیستنې په پار جوړه شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمان راشد، د ترکیې د بشردوستانه مرستو د بنسټ استازو، په افغانستان کې د ترکیې د سفارت مرستیال، د کرنې وزارت مرستیالان او یوشمېر خبریالان حضور درلود.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمان راشد په دې غونډه کې د ترکیې هېواد له مرستو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل، چې د افغانستان بزګران د نړۍ د خلکو لا ډېرو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. هغه وویل: «په دې سختو شرایطو کې، چې د ترکیې هېواد د افغانستان خلکو سره مرسته کوي ترې مننه کوم. اوس په افغانستان کې امنیت تامین شوې ده او د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو غواړو چې د افغانستان له بزګرانو سره لاډېرې مرستې او همکارۍ وکړي ترڅو د خلکو د ستونزو کچه ټیټه شي.»
ښاغلی راشد دې ته په اشارې سره، چې اسلامي امارت له فساده پاک حکومت جوړه کړې ده، په سمه توګه د مرستو د وېش په پار مرستندویو هېوادونو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه خلک کروندګر دي او هر هېواد او یا مرستندویه بنسټ، چې د افغانستان بزګرانو سره مرسته وکړي، ډاډ ورکوو چې مرستې یې نه حیف‌و‌میل کېږي او پر سمه او نظمه توګه پر اړمنو خلکو وېشل کېږي.»
دغه راز په دې غونډه کې، د ترکیې د بشردوستانه مرستو د بنسټ مسوول حسین اروج د اصلاح شوې تخمونو ارزښت ته په اشارې سره ددې بنسټ د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل: «ډېر کلونه کېږي، چې په افغانستان کې فعالیت لرو، په جګړه ځپلو سیمو کې مو له خلکو سره مرستې کړي دي او په راتلونکې کې دا لړۍ ته ادامه ورکوو. کرنیز اصلاح شوې تخمونه لوړ ارزښت لري، چې د حاصلاتو کچه لوړوي او برکت راولي. په راتلونکې هم خپلو مرستو دوام ته ژمن یو.»
په کابل کې د ترکیې سفارت مرستیال سمیع ترکود، هم افغانستان ته د خپل هېواد د مرستو د ژمنتیا ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت له چارواکو څخه و غوښتل، چې مرستې اړمنو کسانو ته ورسوي.
په همدې حال کې په یاده غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم او مالي او اداري مرستیال فضل‌باري‌ فضلي هم د ترکیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د لاډېرو همکاریو غوښتونکي شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS