د مالدارۍ او حيواني روغتيا لوی رياست څخه دکرنې او مالدارۍ مرستيال ليدنه

mail-admin
Tue, Oct 05 2021 10:18 AM
nbvbn

۱۳ /تله/۱۴۰۰ هـ.ق
۲۷/صفرالمظفر/ ۱۴۴۳ هـ.ق
د ا.ا.ا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، د دارالامان په سناتوریم سيمه کې دمالدارۍ او حيواني روغتيا لوی رياست څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مالدارۍ او حيواني روغتيا لوی رييس نورجان ځاځی، د حواني روغتيا رييس ډاکټر احمدمختار محسني او  د مالدارۍ د خدماتو  رییس ډاکتر محمدایوب احدي هم حضور درلود.
ددې ليدنې په ترڅ کې دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، دمالدارۍ او حيواني روغتيا له لوی رياست او ددې رياست له ټولو برخو څخه د کلي معلوماتو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې خدماتي او عايداتي برخو ته لازمه پاملرنه ووشي.
دغه راز دکرنې وزارت مرستيال د حيواني روغتيا رياست له خوا د واکسينونو جوړولو او دغه راز د واکسينونو شمېر، ډول، اندازه او کیفیت په هکله هم د مفصلو معلوماتو غوښتنه وکړه.
 دکرنې او مالدارۍ مرستيال د واکسينو توليد او عوايد يې مهم وبلل او لازمې لارښوونې وړاندې او د عملي فعاليتونو پر پيلېدو يې ټينګار وکړ.
ددې ليدنې په ترڅ کې د مالدارۍ او حيواني روغتيا لوی رياست له رييسانو وغوښتل شو چې د ننګونو او ستونزو د هوارولو په پار دې له عايداتي برخو څخه تحليلي راپورونه له خپلو وړانديزونو سره دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې دکرنې او مالدارۍ مرستيال دياد رياست له ټولو شعباتو او تخنيکي برخو او لابراټوارونو څخه ليدنه وکړه او د تخنيکي چارواکو له خوا د معلوماتو تر وړاندې کېدو وروسته دکرنې وزارت مرستيال د چوپړتياوو د لاښه وړاندې کولو او د عوايدو د کچې لوړولو په پار لارښوونې وکړې.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، دقرنطين په برخه کې هم هدايت ورکړ تر څو په دې برخه کې هم اړين او اصولي پاملرنه ووشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS