پکتیا کې پر ۷۴ بې وزلو بزګرانو نغدې پیسې وویشل شوې

mail-admin
Tue, Jun 29 2021 6:15 PM
پکتیا کې پر ۷۴ بې وزلو بزګرانو نغدې پیسې وویشل شوې ۸ چنګاښ ۱۴۰۰ د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په همکارۍ د دې ولایت د مرکز په ګډون د څلورو ولسواليو په هغو ۷۴ اړمنو بزګرانو نغدې پيسې وېشلي، چې د کرونا او وچکالیو له امله زیانمن شوي دي. د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس انجنير محمد دین مومند وایي، چې په یاد پروګرام کې د مرکز ګردیز ۱۵، ګردې څېړۍ ۱۸، وزې ځدراڼ ۱۰، احمد ابا ۱۴ او د سیدکرم ۱۷ بې وزله بزګران شامل دي، چې هر بزګر ته ۱۵۵۶۰ افغانۍ ورکړل شوي دي. ښاغلی موم

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په همکارۍ د دې ولایت د مرکز په ګډون د څلورو ولسواليو په هغو ۷۴ اړمنو بزګرانو نغدې پيسې وېشلي، چې د کرونا او وچکالیو له امله زیانمن شوي دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس انجنير محمد دین مومند وایي، چې په یاد پروګرام کې د مرکز ګردیز ۱۵، ګردې څېړۍ ۱۸، وزې ځدراڼ ۱۰، احمد ابا ۱۴ او د سیدکرم ۱۷ بې وزله بزګران شامل دي، چې هر بزګر ته ۱۵۵۶۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
ښاغلی مومند وویل، چې د یادو پیسو له وېش څخه موخه د زیانمن شويو بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه والی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کرنې په برخه کې د وچکالۍ د منفي اغېزو کمول دي.
 ښاغلي مومند زیاته کړه، چې بزګران ددې خاورې اصلي خادمان دي، چې د خولو په تویولو انسانانو ته خوراکي توکي تولیدوي.
د پکتیا دکرنې رییس وویل،  چې پر دغو پیسو به اړمن بزګران کرنیز توکي او تخمونه پېري  او په خپلو کروندو کې به يې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل او خوړو خوندیتوب په موخه کري.
د بزګرانو په استازیتوب یو تن بزګر حسن خان د یادو پیسو پر وېش د خوښۍ ترڅنګ د کرنې ریاست له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې يادې پیسې به د کرنې په برخه کې په سم ډول مصرف کړي.
د چارواکو په خبره د یادو ولسواليو په نورو سیمو کې د ۱۸۰ تنه نورو بزګرانو د انتخاب سروې او د کرنې په برخه کې روزنې جریان لري، چې په نږدې راتلونکې کې به له یادې پروژې څخه ګټه پورته کړي.
د يادولو وړ ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د تولید لوړوالي، بازار موندې او مدیریت په برخه کې ګڼې پروژې عملي کړي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS