بېوزله کورنیو سره د مرستې په پار یو ښه ګام

content_admin
Sun, May 16 2021 10:34 AM
بېوزله کورنیو سره د مرستې په پار یو ښه ګام

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وروستۍ راپور وایي، چې د هېواد ۴۷ سلنه وګړې بې وزله دي. په دې راپور کې ویل شوې ده، چې د افغانستان ۴۷ سلنه وګړې بې وزله او د خوړو د نشتون له وجې په ناورین حالت کې ژوند کوي. د خوړو کموالۍ په دې مانا دی، چې یاد شمېر خلک، دتغذیې امکانات نه لري او په همدې توګه په کافي اندازه خواړه نه خوري. کله چې په کافي انداز خواړه نه وي، د خوړو خوندیتوب او د خوړو تنوع، چې په یو هېواد کې انسانانو لپاره د تغذیې د وضعیت د ښه کولو نور پړاوونه دي، د یاد شمېر خلکو په منځ کې نشته.
د غذایي توکو د تولید د زیاتوالي په موخه پراختیايې برنامې او په ورته وخت کې د نړیوالو بنسټونو په کوښښونو سره په دې برخه کې دکرنې وزارت هلې ځلې روانې دي. همدا څو ورځې وړاندې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې د پراختيا صندوق ADF، د «حاصل ټولنيز انجمن»، په پرانيستې سره پر ۵۵ اړمنو کورنيو مرستې ووېشل. په پام کې ده، چې له دې لارې په راتلونکې کې سلګونو اړمنو کورنیو سره مرستې ووشي. دولت د خوړو خونديتوب په برخه کې هلې ځلې کوي او په دې برخه کې ځانګړې برنامې لري، خو د خوړو خوندیتوب او بېوزله کورنیو سره د مرستې په پار زموږ مسوولیت څه دي. دلته یوشمېر عمده اړتیاوو ته کتنه کوو، که چېرې د هېوادوالو په ژوند کې رعایت شي کولای شي، چې د هېوادوالو ترمنځ خوړو ته د نه لاس رسی سلنه ټیټه کړي. دا چارې، د ژوندانه اصول او په تغذیې کې صرفه جویي دي، چې په پرمختلوو هېوادونو کې، خلک ورنه ګټه پورته کوي او دخپلو هېوادونو وضعیت ښه کوي. په يقين چې، د هېواد لویه برخه ښه وضعیت لری او کومې کړنې، چې موږ یې یادونه کوو کولای شي، چې د غذایي توکو په زیاتوالي او د تغذیې د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.
په نړۍ کې د خوړو بې ځایه مصرف او اسراف، زموږ له تصوره په پراخه ستونزه بدله شوې ده. جالبه ده پوه شئ، چې دا یوازې په افغانستان کې نه ده، بل په نړۍ کې د خوړو یو په درېیمه برخه په بېلابېلو لاملونو له منځه ځي. دا شمېره ښیي، چې په کال کې ۱.۳ میلیارډ مټریک ټنه خوراکي توکي بې ځایه مصرفېږي. د خوراکي توکو بې ځایه مصرف د بېلابېلو مالي سرچینو د بې ځایه لګولو لامل کېږي. د چاپېریال ساتنې له نظره کوم خواړه، چې لرې غورځول کېږي د خځلو په سیمه کې د متان ګاز تولیدوي. متان دویم شین کوریزه مخرب ګاز دی، چې د وروستیو کلونو د هوا بدلون هم ددې ګاز د تولید پایله ده.
ددې لپاره، چې د خوراکي توکو د کچې په کمولو کې ډېره ونډه ونه لرو، باید په هوښیاری سره توکي وپېرو. باید دومره توکي ونه پېرو چې د تقاضا کچه لوړه شي او بېوزله کسان د لوړې بیې له وجې لږ خواړه، چې لري په ډېر سختۍ سره یې ترلاسه کړي. باید خوراکي توکي په سمه توګه وساتو ترڅو ددې اړتیا پیدا نه شي، چې ژر بیا توکو پېرلو ته ولاړ شو.
د خوراکي توکو د ساتنې او خوندیتوب غوره لارې چارې زده کړو ترڅو ډېر  او ژر ژر توکي ونه پېرو. د پېر د کچې ټیټوالی، په بازارونو کې بیې ټیټوي او د تغذیي د کچې د لوړوالي لامل کېږي. ښه خبره داده، چې د مېوو او یوشمېر عالي تولیداتو د پېر پرځای، په کور کې د خوړو پر لاپروسس تمرکز وکړو ترڅو هم خوندور وي او هم ارزان. که یوازې ښه مېوې وپېرل شي، نورې مېوې خځلو ته غورځول کېږي، چې عمومي اسراف یې بولي. باید په عمومي اسراف کې ونډه ونه لرو.
په یخچال کې د خوړو اېښودل هم کولای شي، چې د خوړو وړتیا ډېر کړي او په پایله کې د خوړو د اوږد عمر او د اسراف د کچې د ټیټېدو لامل شي.
خوراکي توکي په یخچال کې داسې ځای پرځای کړئ، چې په اسانۍ سره ولیدل شي او د پېر او استفادې نېټه یې په پام کې ونیسئ ترڅو د خوساکېدو مخه یې ونیول شي.
د خوړو پاته شوې برخه وساتئ او یایې نورو ته ورکړئ. د مېوو پټوکي هم په ښه ډول وکاروئ. د مېوې دانې هم د تخم په توګه وساتئ. خوراکي توکي مخلوط کړئ ترڅو لاډېر خوندور شي او تاڅو ووهڅوي، چې خځلو ته یې وا نه چوئ او په پایله کې یې د یوه وخت له پخلۍ څخه بې غمه شئ. کولا شئ، چې له پاتو موادو څخه یوه بله خواړه چمتو کړئ. دا مهارت، ستاسو د لګښتونو کچه ټیټوي او ترڅنګ یې کولای شئ، چې بشپړه خواړه ولرئ.
د خوړو د وختونو اندازه مو اصلاح کړئ. ډېر خوړل د ډېرو کسانو ستونزه ده، نو ډېر خواړه مه خورئ تر څو د خوراکي توکو په اسراف کې ونډه ونه لرئ. یوشمېر خوراکي توکي کنګل کړئ، چې عمر یې اوږد شي. داسې باید ونه شي، چې څه موده وروسته له یخچال څخه یوشمېر خوراکي توکي خځلو ته واچوئ. کوم تولیدات چې د خرابېدو نېټه یې نږدې وي، مه یې پېرئ.
یوشمېر کسان که چېرې زمینه ورته برابره وي کولای شي، چې د خوړو له پاتې شونو د «کمپوست» سره جوړه کړي. که تاسو هم دا امکانات لرئ، ترسره یې کړئ.
د غرمې ډوډۍ مو له ځان سره راوړئ. دا چاره په ځانګړې توګه د ژمي په لنډو ورځو کې، چې په غرمه کې ډېر ډوډۍ ته اړتیا نه پیداکیږي او دغه راز خواړه هم نه خرابیږي، ډېره مرسته کوي. ښه خبره داده، چې د غرمې ډوډۍ له کوره راوړئ هم د خوړو د اسراف مخه نیسي او هم د غرمې د ډوډۍ پیسې مو درته بچت کېږي.
له دې ټولو سره سره، د خوړو په خوړولو کې قناعت او بې وزله کورنیو سره مرستې او سخاوت د خوړو د اسراف د کچې په ټیټولو کې انساني مسوولیتونه دي. بې وزلو سره دوستي او نږدې والۍ نه یوازې دا چې تاسو ته زیان نه رسوي، ترڅنګ یې ستاسو د عظمت لامل هم کېږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS